د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نوره جګړه نه غواړو'


په کونړ کې ماشومان وايي شاوخوا ۴۰کاله وشول چې په هېواد کې جنګ روان دی هره ورځ پکې په لسګونو افغانان په یو اوبل نوم وژل کېږي،له هغوي کورنۍ پاتې کېږي،همدغه کورنۍ د غربت او سرپرست نشتوالي په وجه دې ته اړ کېږي چې څوک په بازار کې سوال وکړي څوک په خپلو تنکیو ماشومانو شاقه کارونه کول پیل کړي او یو شمیر يې بیا په ټولنه د نورو ناوړه کارونو کولو لاس پورې کړې.

ماشومان وايي، جنګ ترې د پلار په ګډون د ژوند ډېر خواږه اخیستې او نور جنګ نه غواړي.

«زما نوم همت الله دی:جنګ نه موږ ستړي یو ،جنګ زموږ نه پلار واخست ،موږ يې بې پلاره کړو او موږ يې بې کوره کړو .جنګ بربادي راړوي ،جنګ کې ګټه نشته .هغه څوک چې جنګ غواړي موږ يې نه خوښوو ،موږ سوله غوښتونکې خوښوو.ځکه چې سوله کې د ټولو ګټه ده.»

«زما نوم افتخار دی :ډېر افغان ماشومان د جنګونو له لاسه یتیمان شول، نور موږ جنګ نه غواړو.»

فضل منان وايي، جنګ ماشومان له زده کړو،غټان له کاروبارونو او عبادتونو بې برخي کوي په جګړو کې هېڅوک خپل کار په سمه توګه او داډه زړه نشي ترسره کولی.

«جنګ سوله له منځه وړي ،زموږ د درسونو مخه نیسي .زموږ د خلکو د ژوند او کارونو په وړاندې همدا جنګ ستر خنډ دی .»

دوی کومو هېوادونو کې چې سوله او امن دی هلته خلک هوسا ژوند لرې،د ژوند په خوښیو نه مړېږي خو کومو هېوادونو کې چې جنګ دي هغوي په ژړا ګانو او ویرونو ستړي دي

«کوم هېواد چې سوله لرې ،هغه د نړۍ په کچه پرمختللی دی .او زموږ هېواد چې سوله نه لرې د نړۍ تر ټولو کمزوری او وروسته پاتي دی . »

دغه ماشومان له ټولو وسله والو مخالفینو غواړي چې د خپلو ماشومانو او د ټولو ماشومانو د پر امنه ژوند تیرولو لپاره دې ټوپک په ځمکه کېږدي او کومه پریکړه چې د جنګ پر جزب اسلامي وکړه همدا لار دې دوی هم خپله کړې

«د محترم حکمتیار صیب نه نړۍ مننه چې افغان له حکومت سره یې سوله وکړه ،موږ له نورو وسله والو هم غواړو چې خپل حکومت سره سوله وکړي او نور جنګ ته د پاي ټکی کېږدي.»

په افغانستان کې ډېری مشران او ټول ماشومان د جنګ څخه ستړي دي او په جنګ کې له ښکیلو خوا تل غواړې چې د جنګ په ځای سوله غوره کړې او دواړه خواوې دې دپردیو جنګي پروژو پرمخ بیولو او افغان وژنې څخه لاس واخلي خو لا تراوسه هم جنګ روان دی .

راپور: روح الله – انوري

XS
SM
MD
LG