د کابل د پولیسو سرپرست مشر حقنواز حقیار بېګا مشال راډیو ته وویل، دوو وسله والو د پنجشنبې پر ماښام د الزهرا جومات په وره کې برید وکړ او بیا د جومات پخلنځي ته ورغلل او هلته یې ځانمرګی برید وکړ.
اسلامي دولت ډلې یا داعش پر جومات د حملې ذمه واري منلې ده.
دې ډلې تیر ژمی د شیعه ګانو پر یوه بل جومات او همداراز تیرکال په دوبي کې په کابل کې د جنبش روشنايي پر لاریون د ځانمرګيحملو مسوولیت هم منلی و.