د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېلانیانو ژغورنې لپاره پولیس ځواک


د خيبر پښتونخوا د ځوانانو د چارو او سيلګرۍ د قايمه کمېټۍ غړې محمود جانوايي چې بهرني سېلانيانو ته خيبر پښتونخوا تهد راتګ اجازت نامو ورکولو په اړه به له وفاقي حکومت سره خبرې کوي۔

دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتون خوا د پوليسو محکمه وايي چې د سېلانيانوته اسانتياوې او تحفظ ورکولو لپاره يې يو ځانګړې ځواک يا ټورسټ ځواک جوړ کړی دی۔

د ايبټ اباد ضلعې پوليس افسر سيد اشفاق انور مشال راډیو ته وویل چې په ۴۰ کسانو مشتمل لومړۍ خصوصي دستې ته روزنه ورکړې شوې چې سيل ګرو ته لار ښودنه کوي او په هر قسمه هنګامي حالاتو کې به تحفظ ورکوي۔

((هغه سيمې چرته چې سيلانيان په زياته شمېره کې راځي نو هلته موږ غواړو چې د دروايتي پوليسو پر ځای یې نرم خويه پوليس وي او ولس ته اسانتياوې ورکړو او دوی ته چې کومې مسلې رامخې ته کېږي هغه هم په هغه ځای هوارې شي او سيلګري پوليس اسټيشنو ته نه ځي۔ د مثال په توګه دا چې چا ته څه په لاس ورشي يا څوک د چا خلاف شکايت درج کول غواړي،يا چا ته د ټرافیک مسلې رامخې ته وي، ګاډی ورته خراب شي يا بله څه مسله نو د دې ټولو مسلو لړ کې به دغه پوليس له سيلګرو سره هر قسمه مرستې کوي))

​د پوليسو محکمې په وینا لومړۍ مرحله کې به سوات، ګليات، ايبټ اباد او مانسهره کې کنټرول رومز جوړوي او دغه ځواک به پرځای کوي۔

محکمه وايي، دا ځواک به د وخت او ضرورت مطابق زياتولې شي او د پوليس تربيت سره سره به ورله د ټورايزم يا سياحت د قوانينو او پاليسو په اړه نور تربيت ورکولې کېږي۔

که څه هم د پوليس محکمه وايي چې دوي خيبر پښتونخوا کې بهرنيو سيلګرو ته د تحفظ منصوبه جوړه کړې خو بل خوا د پاکستان وفاقي حکومت د بهرنيانوخيبر پښتونخوا ته د ورتګ لپاره د اين او سي شرط اېښو دې دې چې د وجې ډير بهرني سيل ګري دې صوبې ته وراتګ ته زړه نه ښه کوي۔

هم په دې اړه مو چې د صوبايي حکومت د ځوانانو چارو او سيلګرۍ قايمه کمېټۍ غړي محمود جان نه وپوښتل نو هغه وویل:

((ګورئ پاليسۍ خو مرکزي حکومت جوړه وي موږ يوازې وړاندیز کولې شو او د خيبر پښتونخوا حکومت به خا مخا په دې اړه خپل وړاندیزونه ورکوي۔چې شرايطو ته دې بيا کتنه وکړي او اسانتياوې دې پکې راولي ځکه چې له سيلګرۍ سره ملک ته پېسه راځي او ريونيو زياتېږي او نورې نړۍ ته هم دا پېغام ځي چې ګيني دلته امن دې نو بيا سيلګري زيات راځي نو بيا خو خا مخا په شرايطو کې نرمي پکار ده))

​د خېبر پښتونخوا شمالي سيمې لکه سوات، کالام، مالم جبه، کمراټ چترال او ګليات د خپل قدرتي حسن له وجې په مقامي او بين الاقوامي کچه د سيل لپاره مشهور دي او هم دغه وجه ده چې د پاکستان لويې لويې ښارونو نه په زرګونو خلک په اوړي ژمي کې دې علاقو ته مخه کوي۔

XS
SM
MD
LG