د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف: د پاناما اسنادو مقدمه کې به بريالي کېږو


نوازشريف: د پاناما اسنادو مقدمه کې به بريالي کېږو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:30 0:00

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د پنجشنبې ورځ د اسلام اباد په فېډرل جوډيشل اکاډمي کې د پانامه اسنادو په مقدمه کې جوړې ‘ګډې پلټنيزې ډلې‘ ته وړاندې شو او خپل دريځ يې ریکارډ کړو.

له هغې وروستو مطبوعاتو سره په خبرو کې وزيراعظم نوازشريف وويل چې د هغه د اثاثو ټول معلومات له وړاندې له اړونده ادارو سره دي خو بيا هم نن يو وارې بيا يې دغه اسناد ‘ګډ پلټنيزې ډلې‘ يا جي ای ټي ته ورکړل.

"زه او زما کورنۍ به جي ای ټي او عدالتونو کې بريالي کېږي خو ايا داسې کوم خاندان شته چې د درې نسلونو حساب يې ورکړی وي. زموږ احتساب خو د پيپلزګوند په هر دور کې هم شوی. وړومبی احتساب په ۱۹۷۲م کې شوی وو"

د وزيراعظم په وينا چې د پوځي آمر پروېزمشرف په دور کې هم د دوی په کورونو قبضې وشوې، که چرې په هغو تورونو کې لږ هم رښتيا ول نو مشرف به ورباندې د الوتکې تښتولو د درواغو تور نه لګولو.

وزيراعظم نوازشريف په خپله وينا کې دعوه وکړه چې په لمن يې د درغلۍ تور نه شته او نه به کله دغه داغ پرېږدي. په تېره موده کې د پنجاب اعلا وزير پاتې شوی،۲۰ کروړه ولس په درېم وار وزيراعظم ټاکلی. د پاناما اسنادو د تورونو په اړه نوازشريف وويل چې په هغوي د کرپشن يا درغلۍ تور نه شته بلکې پر کورنۍ او ذاتي کاروبار يې تورونه لګول شوي.

وزيراعظم زياته کړه چې نن هغه ځکه جی ايي ټي ته وړاندې شو چې هغه دا ګڼي چې ټول بايد عدالت کې ځواب ورکړي.

وزيراعظم نوازشريف د جي ای ټي سره دننه شاوخوا درې ګنټې موجود وو او پر دې مهال د امنيت کلک ګامونه پورته کړل شوي وو.

د فېډرل جوډېشل اکېډمۍ سره نزدې يواځې د ميډيا کارکوونکي موجود وو او نزدې لارې ټولې تړل شوې وې. د دې ترڅنګ په لارو کې نيم پوځي ځواک رېنجرز، اېف سي او د اسلام اباد پوليس ګڼ شمېر اهلکار ځای پر ځای کړی شوي وو.

د وزيراعظم نوازشريف سره فېډرل جوډيشل اکېډمۍ ته د هغه ورور او د پنجاب اعلاوزير شهبازشريف، د اوبو او بجلۍ مرکزي وزير خواجه آصف، حمزه شهباز او وزيراعظم زوی حسېن نواز هم موجود وو.

د پاناما اسنادو په مقدمه کې جوړې جي ای ټي له دې وړاندې د وزيراعظم دواړه زامن حسېن نواز او حسن نواز نه هم پلټنې کړې دي او د پنجاب د اعلا وزير ترڅنګ د وزيراعظم د لور خاوند کېپټن (ر) صفدر يې هم رابللی دی.

د پاناما اسنادو مقدمه

د مرکزي امریکا یو هېواد پاناما له یوې قانوني ادارې شاوخوا ۱۱ میلیونه داسې پټ کاغذونه افشا شوي دي چې د نړۍ د یو شمېر سیاستوالانو، کاروباریانو او شته منو کسانو هغه چلونه ښايي چې له لارې یې دوي پیسې ګټي، له ټیکسونو ځان ژغوري او په ګڼو هېوادونو کې یې پټ شرکتونه یا کمپنۍ جوړې کړې دي.

په دې کاغذونو کې د پاکستان د وزيراعظم نواز شریف د لور مریم نواز شريف، زوی حسن نواز او زوم کیپټن رېټایرډ صفدر په نوم هم لوی شرکتونه ښودل شوي وو.

د دې اسنادو رامنځ ته کېدو وروستو وزيراعظم نوازشريف سپريم کورټ ته د يو کمېشن جوړولو خواست کړی وو له کومې وروستو چې روان کال د اپرېل پر شلمه نېټه عدالت يوه شپږ کسيزه ګډه پلټنيزه ډله يا "جي ای ټي" جوړه کړې وه او امر يې کړی چې په ۶۰ ورځو کې خپل راپور عدالت ته وړاندې کړي.

جي ای ټي "ګډه پلټنيزه ډله"

د مې پر شپږمه نېټه د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ په دې ډله کې د شاملو کسانو نومونه اعلان کړل چې مشر يې د مرکزي پلټنيزې ادارې (اېف ايي ای) مرستيال عمومي ډايرېکټر واجدضيا ټاکل شوی وو.

نور غړي يې د ملټري انټيليجنس برېګېډير کامران خورشيد، د ايي اېس ايي برېګېډير نعمان سعيد، د قامي احتساب بېورو (نېب) عرفان نعيم منګي، د سيکيورټي اينډ اېکسچېنج کمېشن اف پاکستان (اېس اي سي پي) بلال رسول او د اسټېټ بېنک عامر عزيز دی.

XS
SM
MD
LG