د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني وزیر اعظم له هنرمندانو سره د مرستو اعلان وکړ


د وزير اعظم له دفتر جاري شوي بيان تر مخه پيکج تر لاندې وزير اعظم فلم اندسټري ته د صنعت درجه ورکولو او هنرمندانو ته مالي مرستو ورکولو لپاره "پرایم منسټر آرټسټ ويلفير فنډ "جوړولو اعلان کړی دی.

د بيان مطابق دې نه علاوه قامي فلم براډ کاسټ کمېشن، قامي فلم اکېډمي به هم جوړولای شي او دې ادارو ته به د نوې دور تقاضو مطابق سهولتونه ورکولې کېږي۔

وزير اعظم په خپل بيان کې ويلي چې هنرمندانو تل په نړۍ کې د خپل هنر په زريعه د پاکستان او ټولنې مثبت اړخ وړاندې کړی دی۔خو د وزير اعظم په دې اعلان د فلم انډستړۍ پښتنو فنکارانو مختلفې اندېښنې ښکاره کړي دي.

د پښتو او اردو ژبې هنرمند فردوس جمال وايي چې حکومت له خو لومړۍ دا فيصله ډېره وړاندې کول پکار وو، خو که اوس دا فېصله وشوه نو دا به څوک زمه واري اخلي چې دې لپاره ټاکل شوي کسان به بغير د مخ ملازې په سم ډول کار وکړي.

دې زياتوي چې حکومت له به فلم انډسټرۍ کې ټولو صوبو ته يو شان برخه ورکولو وي او د نوې دور خلکو ته به دا په لاس ورکول وينو هلته به دا انډسټري وده کوي۔

يو بل هنرمند او فلم جوړونکې ببرک شاه وايي چې دا قسمه اعلانونه مخکې حکومتونو هم کړي دي خو هېڅ څه ګټې ترې تر لاسه شوې نه ده، حکومت ته د دې فنکارانو قدر کول پکار دې۔

د نوموړي په وینا حکومت له پکار ده چې کوم پخواني هنرمندان دې له هغوي سره دې مرستې وکړي او هغوي ته دېروزګار ورکړي

د راپورونو تر مخه په ۲۰۱۱ م کال کې د پاکستان پيپلز ګوند په حکومت کې هم د فنکارانو د مالي مرستو لپاره تر ۲۰۰ میليونه روپويو ويلفير فنډ ټاکل شوی وو چې د حکومت غېر ذمه وارۍ او غير سنجيدګۍ له وجې استعمال نه کړل شو۔

XS
SM
MD
LG