د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا چين به کابل او اسلام اباد سره رانږدې کړای شي؟


د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار وايي، چين به د پاکستان او افغانستان د اړيکو په ښه کولو کې رول لوبوي.

سرتاج عزيز د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته ويلي چې ددې مقصد لپاره به د چين بهرنيو چارو وزير د جون په پای کې د دواړو هېوادونو سفرونه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون په اتمه نېټه د تاجکستان په پلازمينه استانه کې د شنګهايي همکارۍ سازمان د اوولسمې سرمشريزې په څنډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړۍ له خپل چينايي ژي چنګ پنګ سيال سره ليدلي وو او وروسته يې بيا د پاکستان له وزيراعظم نواز شريف سره وکتل.

ايا چين به د پاکستان او افغانستان په اړيکو سمولو کې يو رښتونۍ کردار لوبولی شي او که څنګه؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان له پخواني ډپلوماټ اياز وزير او په کابل کې د سولې او شخړو مطالعاتو مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي سره څېړل شوې دي.

ايا چين به پاکستان او افغانستان سره نږدې کړای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:55 0:00

XS
SM
MD
LG