د لاسرسي ځای

د قبايلي سيمو زده کونکیو سازمان غړیو د فاټا اصلاحاتو په حق کې د احتجاجي تحريک پيلولو اعلان کړی دی.

د ياد سازمان غړیو د چارشنبې ورځ په پېښور کې يوې خبري غونډي ته وويل چې د فاټا اصلاحاتو تر عمليکېدو به پېښور کې د ګورنر هاوس او اسلام کې د پارلېمان ودانې مخې ته احتجاجي ناستې او لاريونونه کوي.

مرکزي حکومت ويلي دي چې د ټولو سياسي ګوندونو د سلا کولو وروستو به وار په وار په فاټا کې اصلاحات عملي کړي، خو د فاټا سياسي اتحاد، زده کونکي او مدني فعالان وايي چې حکومتد فاټا اصلاحاتو ځنډولو لپاره هيلې بهانې کوي۔

د قبايلي زده کونکو د سازمان مشر شوکت عزيز مشال ريډېو ته وويل چې مرکزي حکومت تر اوسه پورېفاټا کې د اصلاحاتو د عملي کولو لپاره لا عملي ګامونه نه دي پورته کړي او د وفاقي حکومت په نوې بجټ کې د فاټاد برخې نه خو دا خبره ثابته ده چې حکومت لا فاټا کې اصلاحات کول نه غواړي ، نو ځکه دوي د فاټا د اصلاحاتو زره تر زره د عملي کولو لپاره احتجاجي تحريک پيلوي۔

" د جولايي په نورلسمه نيټۀ به موږ د پيښور له قيوم سټيډېم نه تر ګورنر هاوس پورې لاريون کوو او هلته به احتجاجي ناسته کوو ، دې کې به ۵ زره قبايلي زده کونکي برخه اخلي ، او که بيا هم زموږ غؤښټنې پوره نه شوې نو اسلام آباد ته به مارچ کوو او د پارليمان د وداني مخې ته به تر هغې کينو چې غوښټنې مو نه وي پوره شوې"

نوموړې زياته کړه چې د وي فاټا په خيبر پښتونخو کې زر تر زره د ضم کولو

په اين ايف سي کې د فاټا لپاره د ۵ فيصده برخې او هلته د تعليم او بنيادي بشري حقونو او پرمختيا لپاره د چټک ګامونو پورته کولو غوښتنه کوي۔

خبري غونډه کې د قبايلي زده کونکو د سازمان ښځينه غړې هم وي ، د ياد سازمان د ښځو د څانګې مشرې ثمرينه خان وزير مشال ريډې ته وويل چې وس قبايلي ښځې له خپلو حقونو خبر دي او د فاټا اصلاحاتو لپاره په احتجاجي تحريک کې به پوره برخه اخلي۔

"د قبيلي سيمو ښځې د اصلاحآتو له عمل نه بهر ساتلې شوې دې ، که د کميټې قبايلي سيمو کې جرګې وې او که نور عمل قځو ته پکې برخه ورنکړي شوه ، ان تر دې چې په تجويز شوې اصلاحاتو کې هم ځنې خبرې د ښځو د حقونو پر ضد دي ، نو موږ دغه کمې پوره کوو او د خُلو وروڼو سره به يو په دې احتجاجي تحريک کې پوره برخه اخلو"

فاټا سياسي اتحاد هم د اصلاحاتو زر تر زره د عملي کولو لپاره د احتجاجي تحريک اعلان کړې دې او وويلي دي چې د اختر وروستو به په پيښور او اسلام آباد کې احتجاجي مظاهرې هم پيلوي۔

د ملک نزدې ټولو سياسي ګوندونوقبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو او نورو اصلاحاتو ملاتړ کړی دی خو د جمعيت علام اسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی بیا وايي چې قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې تر ورګډولو مخکې باید په فاټا کې یوه ټولپوښتنه وکړل شي. د دغه دوو ګوندونو ذ مخالفت له کبله د فاټا اصلاحاتو په باب وروستۍ پرېکړه د ځنډ ښکار شوه.

د وفاقي حکومت په وينا د ټولو سياسي ګوندونو تر سلامشورې وروستو به فاټا اصلاحات وار په وار عملي کړي۔

XS
SM
MD
LG