د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت بلتستان: یوه زده کوونکې په مرموز ډول وژل شوې ده


د ګلګت بلتستان په غذر ضلع کې د ښونځی یوې زده کونکې د کورنۍ لخوا تور پوری شوی چې د یوې استادې د وهلو له وجې مړه شوې ده خو بلخوا پولیس وایي چې د دې کیس پلټنې کوي او تراوسه نه ده مالومه چې د ۱۱کلنې رفعت د مرګ علتڅه وه؟

۱۱کلنه رفعت د غذر ضلعې د مډل سکول شرکیله څلورم ټولګي زده کونکې وه.

راپورونه وايي،د ګل په سهار نوموړې د ګلګت کمباینډ ملټري په روغتون کې ساه ورکړې وه.

د غذر ضلعې د پولیس د محکمې په وینا چې د زده کونکې د مور او پلار لخوا لګول شوې د تور په اساس یې د سکول استاده نیول شوې ده.

د غذر ضلعې د پولیس د محکمې ویاند مرزا حسن مشال راډیو ته وویل چې د دوی د ابتدایي مالوماتو له مخې له وړاندې دا ماشومه ناروغه وه او د دې طبي معاینې په وخت په وجود یې هېڅ قسمه نښې نه دې موندل شوي.

“موږ ته چې کوم د لومړی اطلاعاتو رپورټ ترلاسه شوی وو نو هغه دا وو چې د استادې د سزا له وجې ماشومه مړه شوې ده. د استادې پر ضد موږ د ګاکوچ د ښځو په تاڼه کې د پاکستان پینل کوډ ۳۰۶ تر لاندې کیس درج کړی دی. د دې کیس پلټنې روانې دي او موږ کوښښ کوو چې د هر اړخ په شفافه طریقه پلټنې وکړو،،

د استادې خاوند شیر بلبل له مشال راډیو سره په خبرو کې هغه تورونه رد کړل چې ګني دغه ماشومه د اوسپنې په راډ یا سیخ وهلې شوه وه.

ده زیاته کړه چې د دغې ماشومې د ټولګي نورې زده کونکې جینکې وایي چې استادې په پیمانه وهلې وې هغه د دې د مرګ سبب نشې کېدای.

“زما ښځې هم او زده کونکو یې هم خپل بیان ریکارډ کړی دی او ټولو زده کونکو وویل چې یوې زده کونکې سره پیمانه وه چې په هغې یې ټولو نجونو ته سزا ورکړې وه. اوس زما ښځه په تاڼه کې ده او پلټنې یې روانې دي”.

په ګلګت بلتستان کې د غیر سرکاري ادارې ایچ ار سی پي مشر اسرارالدین مشال راډیو ته وویل چې د دوی د ترلاسه شوې مالوماتو ترمخه دا جینۍ ناروغه وه او ورته د کیلشیم د کموالی شکایت هم وو.

ده وویل که د استادې تشدد ثابت هم نه شي خو په سکولونو کې د زده کونکو معمولی وهلو په اړه هم ګلګت بلتستان کې قانون شته.

“دا هم د تشدد یوه پېښه ده که د هغې ماشومې د مرګ لامل د استازې تشدد نه دې خو د دې باوجود دغه استازه دا وایي چې ماشومه ما په چوکه وهلې ده نو دا هم یو جرم دې. موږ دا غوښتنه کړې ده چې منصفانه پلټنې دې وشي او که واقعي استادې وهلې ده نو ورته دې د قانون مطابق سزا ورکړې شي”

بلخوا د چارواکو په وینا د ګلګت بلتستان وزیراعلی د دې پېښې رپورټ له پولیسو غوښتې او ویلي دي چې ژر تر ژره دې پلټنې مکمل کړې شی.

XS
SM
MD
LG