د لاسرسي ځای

د پاکستان په ګړدو انتخاباتي مرکزونو کې څارونکې کېمرې لګول کېږي


د پاکستان اليکشن کمېشن د۲۰۱۸ م کال ټولټاکنو د څارنۍ لپاره په ټاکنیزو مرکزونوکې د کېمرو لګولو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان ټولټاکنو کمېشن وياند هارون شنواري مشال رېډيو ته ووېل چې د ۲۰۱۸م کال د ټولټاکنو لپاره به ۲۰ زره ټاکنیزو مرکزونو کې ۸۰ زره سي سي ټي وي کېمرې لګول کېږي.

د ده په وینا په دې کې به د خيبر پښتونخوا او فاټا پشمول ټول ملک کې په حساسو ټاکنیزو مرکزونو کې يو کېمره په مرکزي دروازې او له درو تر څلورو پورې کېمرې به د ووټ اچولو ځای کې لګول کېږي.

د نوموړي په وېنا چې د کېمرې له لګولو سره به نه يواځې امنیتي وضع ښه شي بلکې په انتخاباتو کې د بد نظمۍ او درغليو چې کوم تورونه لګول کېږي د هغې به يو ثبوت هم پروت وي.

''هغه خلک چې څوک په ټاکنیزو مرکزونو کې ورانی يا بد نظمي جوړول غواړي نو هغوي ته به ويره وي چې ګنې دلته کېمرې لګېلدلې دي نو هغوي به بيا پام کوي او موږ ته يې دا فايده ده چې که په کوم ټاکنیزو مرکزونو کې یوڅه بدنظمي کېږي نو له موږ سره به يو ريکارډ پروت وي او يو ثبوت به راسره وي چې له موږ سره به مرسته کوي.''

د ټولټاکنو په اړه څيړنکار او کارپوه عابد وزير وايي د کېمرو لګول او د قامي شناختي کارډ ادارې(نادرا) په ذريعه د رای ورکوونکیو رجستريشن تر هغو یو مصنوعي عمل ښکاري ترڅو چې د انتخاباتي اصلاحاتو بل منظور کړل شوی نه وي.

واضحه دې وي چې په ۲۰۱۳ عام انتخاباتوکې په ټاکنیزو مرکزونوکې د ووټ اچولو پر وخت د جنګ جګړو،هوائي ډزو،په ووټ اچولو کې د درغليو او نور داسې امنيتي ستونزې رامخې ته شوې وې چې د څه ورستو د سياسي ګوندونو لخوا په ياد کمېشن ګوتې وچتې شوې وې

XS
SM
MD
LG