د لاسرسي ځای

د خېبرپ ښتونخوا په هري پور ضلع کې نامعلومه وسله والو د اتوار په ورځ سينئير خبريال بخشش الايي وژلی دی چې د اردو ورځپاڼې کې - ټو ټايمز او اخبار خېبر بيورو چيف وو.

د ځايي پوليسو په وينا چې تر دې دمه دوي د هغه خلکو پرضد کاروايي شروع کړې په کومو چې د کورنۍ يا د موبايل معلوماتو ترمخه شک کېدی شي.

د وژل شوي خبريال ورور محمد ارشد له خوا د نامعلومه کسانو پرضد مقدمه درج کړې شوې او ويلي يې دي چې د هغوي له هېچا سره دښمني نه وه.

د هري پور ضلعې د پوليسو يو چارواکي عظيم خان د ګل په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې دوي ته د وژل شوي خبريال د ورور له خوا درخواست ورکړل شوی دی خو پکې د چا نوم نه دی اخستل شوی نو ځکه دوي د موبايل يا ټولنيزو اړيکو د وېبپاڼو د لارې پلټنې کوي.

''ورور يې وايي چې کله له کوره ووتلو نو موټرسايکل سورو پرې ډزې وکړې، دغه موټرسايکل سورو هېلمټ اچولې وې او له وژلو وروستو دغه کسان تښتېدلي دي. پوليسو له پرونه راهسې د هغه د موبايل او يا نور اکاونټونو د لاري پلټنې پېل کړې دي. کوم مشکوک کسان چا سره چې يې کومې خبرې شوې وې هغوي به هم راوستل کېږي."

بخشش الايي د اردو ورځپاڼې کے ټو ټايمز او اخبار خېبر د هري پور ضلعې بيورو چيف وو.د هغه د وژنې پرضد نن د ګل په ورځ په ټول ملک د خبريالانو سازمان پي اېف يو جی پشمول يو شمېر تنظيمونو د احتجاجونو اعلان کړی دی.

روان کال د مې او د جون په مياشت کې د خبريالانو د وژنې، وهلو او تښتولو يو شمېر پېښې رامنځ ته شوي.

د پي اېف يو جی پخوانی مشر پروېزشوکت وايي چې مرکزي حکومت د خبريالانو د تحفظ او د پېښو وروستو د مرستو په اړه د قانون جوړولو تياريانې کړې دي او ژر ده چې دغه قانون جوړ هم شي خو اصل خبره دا ده چې په دې ملک کې ډېر قانونونه موجود دي خو ضرورت د دې خبرې دی چې عمل پرې وکړې شي.

"په تېرو څلور پينځه مياشتو کې بيا يوه لړۍ راغلې ده لکه څنګه چې د ترهه ګرۍ لړۍ راځي، هم دا رنګ دغه په خبريالانو هم راغلې. زۀ وايم چې تر څو د پاکستان ټول خبريالان يو ځای شوي نه وي تر هغې څوک هم موږ ته تحفظ نه شي راکولی. په ملک کې قانون د هر څه لپاره موجود دی خو اصل خبره دا ده چې دغه قانون عملي هم شي.''

روان کال د مې په مياشت کې د پنجاب په قصور ضلع کې د شخصي ټي وي ای آر وايي خبريال وژل شوی وو او د خبريالانو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې فريډم نېټورک ترمخه د يوې مياشتې نه هم لږه موده کې د خبريالانو د وژنې دا دوېمه پېښه ده.

هم دا رنګ ياده اداره وايي چې يواځې د مې په مياشت کې په پينځه خبريالانو بريدونه شوي چې پکې يو په پنجاب، دوه په اسلام اباد او دوه په بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلې دي.

XS
SM
MD
LG