د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د سعودي عرب په سفر دی


د عرب ملکونو ترمینځه د روانۍ شخړې هواري لپاره د پاکستان وزیراعظم سره د یو لوړ پوړي پلاوی د سعودی عرب په سفر روان شوی دی.

د پاکستان وزیراعظم هاوس د مطبوعاتو د څانګې ترمخه چې په دې دوره کې به د خلیجي ملکونو ترمنیځه د تاوتریخوالې په کمولو خبرو اترې کیږی.

وزیراعظم سره په دې دوره کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه، د خارجه چارو مشیر سرتاج عزیز، د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار او نور ملکي چارواکي شامل دي.

واضحه دې وي چې په دې معامله د ثالثۍ لپاره د شنګهای همکارۍ تنظیم د غونډې په موقع د پاکستان وزیراعظم نوازشریف او د ترکیي د ولسمشر طیب اردوان ترمینځه ټېليفوني خبرې شوې وی.

تیره اونۍ سعودی عرب، متحده عرب اماراتو، بحرین، یمن او مصر په قطر د وسله والو د ملاتړ تور لګولې وو او ورسره یي سفارتي اړیکې منقطع کړې وي.

تر هغه پس ملادیپ هم له قطر سره د اړیکو پرېکولو اعلان کړی وو.

په دې معاملې د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا د تیر زیارت په ورځ اونیزې خبری غونډې په موقع ویلي وو چې د خلیجي ملکونو پر صورتحال ورته اندیښنه ده، پاکستان د اسلامي ملکونو په اتحاد باور لري او د دې د ودې لپاره یي مسلسل کوششونه کړې دي.

د خلیج همکاریو کونسل د غړي ملکونو ترمینځه کړکېچ هواري په اړه د پاکستان پخوانې سفیر رستم شاه مهمند وایي،، زه فکرم نه کوم چې پاکستان ته په دې ثالثې کې څه کامیابي وشي ولې چې له دې وړاندې د کویت امیر د سعودي عرب او د قطر دوره کړې وه خو کامیابه نشو. سعودي عرب دا غوښتنه کوي چې قطر دې په خپلې پالیسۍ کې بدلون راولي او قطر دا خپل سپکاوی ګڼي چې فشار کې راشی او بدلون په پالیسۍ کې وکړي،،

د ده په وینا چې حالات وس تود دي ، په دې ورځو کې پاکستان وزیراعظم له تلل نه وو پکار. که لږ وخت تیر شوې وې نو دا امکان وو چې حالات په معمول راوستو کې ورته څه کامیابي شوې وې، زه فکر نه کوم چې موجوده حالاتو کې دا دوره څه ګټه راوړي.

د بهرنیو چارو یو بل کار پوه پروفیسر سرفراز خان وایي چې د عرب ملکونو ترمینځه د کړکیچ رامخته کیدو نه پس پاکستان ته مشکلات سیوا شوې دي.

،، پوځ یو خبره کوي، پارلیمان بل څه وایي او وزیراعظم خپلو ذاتي مسلوښکار دې او د پامانا اسنادو له وجې کمزوې شوی هم دی نو چې کلهسیاستوال او اسټیبلیشمنټ په یو موقف نه وي او یا یې معاملې ګډې وډې وي نو بیا نور ملکونه ورته هم په سم نظر نه ګوي او د هغې نتیجي بیا خرابې راوځي،،

د خلیج همکاریو کونسل په غړي ملکونو کې سعودی عرب، قطر، بحرین، کویت، اومان او متحده عرب امارات شامل دې.

د یادو ملکونو ترمنیځه کړکیچ کمولو لپاره امریکې ، ترکي او بحرین هم د ثالثې د کردار وړاندیز کړې وو.

بلخوا قطر ویلي وو چې د دې بحران پرشاه د وجوهاتو نه خبر نه دې خو د مزاکراتو په میز اختلافات ختمیداې شي.

XS
SM
MD
LG