د لاسرسي ځای

پېښور: د هنرمندانو د حقونو ټولنه بیا فعالیږي


پراګ - پېښور ميشتي سندرغاړي وايي، د ميوزک ويلفير سوسايټي په نوم د خپلې يوې ټولنې له لارې به د خپلو حقونو لپاره اغېزناکه غږ پورته کړي.

د ټولنې د غړيو په خبره، دوی دا اړتيا تر هغې وروسته محسوسه کړه چې په پېښور کې د سېلګرۍ محکمې په يوه کلتوري پروګرام کې د سيمې پښتانه سندرغاړي له پامه وغورځول شول.

د خوشالۍ خبره دا ده چې په اول ځل د پېښور د هنرمندانو له يوې ټولنې سره د کوهاټ، بنو، کرک، مردان، چارسدې او صوابۍ هغه هم ملګري شوي دي

سندرغاړی سرفراز وايي، ملګري هنرمندان يې په پام کې لري د ميوزک ويلفير سوسايټي په نوم ټولنه، چې له حکومت سره راجسټر ده، له نوي سره فعاله کړي او د ځايي هنرمندانو د حقونو د پوښتنې لپاره د يوه پليټ فارم په توګه يې وکاروي.

« دا ټولنه په ۲۰۱۴م کال کې جوړه او له حکومت سره راجسټر شوې. موږ يو شمېر ملګري يو، لکه ګلزار عالم، انور خيال، راشد خان او داسې نور. د خوشالۍ خبره دا ده چې په اول ځل د پېښور د هنرمندانو له يوې ټولنې سره د کوهاټ، بنو، کرک، مردان، چارسدې او صوابۍ هغه هم ملګري شوي دي. نو هيله ډېره ده چې دا ټولنه مخ ته ولاړه شي او موږ له همدغه لارې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړو.»

د میوزیک ویلفیر سوسایټي مشران
د میوزیک ویلفیر سوسایټي مشران

سرفراز زياتوي، له راتلونکي کوچني اختر وروسته به په پېښور کې د يوې لویې غونډې په ترڅ کې د ټولنې د غړيو د راجسټريشن او ورته د نوي مشر د ټاکلو چارې بشپړې شي.

« له اختر وروسته په پېښور کې يوه ستره غونډه لرو. د خېبرپښتونخوا د بېلا بېلو برخو هنرمندان به ورته راځي، د دوی راجسټريشن به کوو. په غونډه کې به د هنرمندانو يوه کميټه هم جوړوو، چې د ټولنې د مشر ټاکلو لپاره لارې چارې به برابروي. د اوس لپاره مو د ټولني مشري ظاهر شاه نومي سندرغاړي ته ورکړې ده.»

د پېښور ځوان سندرغاړي وايي، دوی د ځان لپاره د يوې پياوړې ټولنې اړتيا تر هغې وروسته محسوسه کړه چې د خېبرپښتونخوا په حکومت کې د سېلګرۍ محکمې لخوا د مې مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې د هنر مېلې په نوم يوه کلتوري پروګرام ته دعوت شويو پښتنو سندرغاړو ته ډېرې لږې پيسې ورکړل شوې.

اکانومېسټ انټرنيشنل د صوبې له فنکارانو سره زياتي کړي دي. ځايي سندرغاړي يې په اتو او لسو زرو روپيو غولولي دي.

سندرغاړی راشد خان وايي، اکانومېسټ انټرنيشنل نومې يوه شرکت ته د درې ورځنۍ هنري مېلې ټېکه ورکړل شوې وه، چې د ده په وينا، د پښتو موسيقۍ برخه پکې ډېره خواره وساتل شوه.

« اکانومېسټ انټرنيشنل د صوبې له فنکارانو سره زياتي کړي دي. ځايي سندرغاړي يې په اتو او لسو زرو روپيو غولولي دي، او هغه چې له پنجاب څخه يې راغوښتي ول، ډېرې پيسې يې ورکړې دي. دامافيايي کړۍ د حکومتي کلتوري پروګرامونو ټېکې اخلي، د دوی پر ناسمو او غلو طريقو په حکومتي ادارو کې ناستو خلکو سترګې پټې کړې دي. زه، کرن خان، ظفر اقرار، سرفراز، په موږ کې يوه ته هم په دغو حکومتي مېلو او پروګرامونو کې د ګډون بلنه نه راکول کيږي.»

د پښتنو هنرمندانو حق به مې هلته خوړلای وای چې مېلې ته مې راغوښتي نه وای.

خو د اکانومېسټ انټرنيشنل شرکت مالک، جمشيد علي خان، چې په پېښور کې د پښتو له يوه شخصي ټيلي ويژن سره کار کوي او د ټي وي د سټيج پروګرامونو پېژندل شوی کوربه دی، د راشد خان او د هغه د ملګرو تورونه ردوي او وايي، مېلې ته يې د سيمې مشهور پښتانه سندرغاړي بللي ول. دی زياتوي، حاضر دی چې پر مېله د کړي مصرف حساب ورکړي.

« د پښتنو هنرمندانو حق به مې هلته خوړلای وای چې مېلې ته مې راغوښتي نه وای. اوس نو که ته زرڅانګه، احمد ګل، ملا عبدالوهاب، همايون، بختيار خټک، عرفان خان او نازيه اقبال په سندرغاړو کې نه حسابوې، بيا خو نو خبره ختمه ده. د هنر مېلې ټول کارونه زما دفتر مخ ته وړي دي. که زه اين ټي اين نمبر نه لرم او يا هم حکومت ته مې پر دغو کارونو ماليه نه وي ورکړي، بيا نو ګوته راته نيول کېدای شي.»

د ميوزک ويلفير سوسايټي غړي هنرمندان د خېبرپښتونخوا له حکومته غواړي چې د هنر مېلې په پروژه کې د شويو درغليو پلټنې وکړي.

دا هنرمندان هوډ ښکاره کوي چې د موسيقۍ د لويو کنسرټونو جوړولو په ترڅ کې به نه يواځې د غريبو هنرمندانو د خير ښېګړې چارو لپاره پيسې ټولوي، بلکې ولس ته به په سندرو کې د امن او ورورګلوۍپيغام هم رسوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG