د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات کې چاودنې اووه تنه وژلي ۱۵ژوبل دي

د افغانستان د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده مشال راډيو ته وویل چې په دغه چاودنه کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور هم ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د هرات مرکزي روغتون مطبوعاتي دفتر مسؤل محمد رفیق شېرزي مشال راډيو ته وویل چې د پېښې له ځایه اووه مړي او ۱۵ ټپيان دغه روغتون ته انتقال شوي دي چې د درې تنو وضعیت یې نازک دی.

وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG