د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دې پوی نه شو چې پاکستان له افغانستانه غواړي څه؟ ولسمشر غني


د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، موږ د دې لپاره راټول شوي یو چې معلومه کړو د سولې مینه وال یو؛ د سولې د راوستلو ظرفیت لرو او د سولې په اړه رښتینې یو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د "کابل پروسې" غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې وویل، د کابل ناسته ځکه مهمه ده چې په خبره‌یې ترهګر پولې نه‌پېژني او په هر ځای کې یې نړیوال امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غونډې دوهم ویناوال و چې د افغانستان او سیمې د امنیتي ننګونو او فرصتونو په اړهیې تفصيلي خبرې وکړې.

ولسمشر غني وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او جګړې د پای ته رسولو په برخه کې له ځنډ پرته خپلې ژمنې عملي کړي.

"په دې کنفراس کې موږ ځکه راټول شوي یو چې نړۍ دا ژمنه کړې او دا یې منلې چې ترهګري نه ‌مني او هغه هېوادونه چې ترهګر تمویلوي نه‌ زغمل کېږي، له پولو بهر د ترهګرو ملاتړ نه ‌زغمل کېږي نو موږ غوښتنه کوو چې نړیوال باید پر دغو ژمنو وفا وکړي او تاوتریخوالی باید ودرول شي. "

ولسمشر غني دغه‌شان د "کابل بهیر" د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې په افغانستان او نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو له کبله د قربانیانو د درناوي په پار یوه شېبه چوپتیا ونیسي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې چې د "کابل بهیر" په ناسته کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې مېرمن تسنیم اسلم په ګډون حکومتي استازیو هم ګډون درلود.

ولسمشر غني د کابل او اسلام‌اباد اړیکو ته په اشاره سره وویل چې افغانستان له پاکستان سره سوله غواړي، خو په دې نه ‌پوهېږي چې پاکستان له افغانستانه څه تمه لري.

ولسمشر وايي، که څه هم تر اوسه د پاکستان سره د اړیکو او دوستۍ لارو چارو نتجه نه‌ده ورکړې، خو وړاندیز یې وکړ چې پاکستان دې د یوه مېکانیزم لهمخې خپلې غوښتنې مطرح کړي.

"تاسو پوهېږئ له کله چې زه ولسمشر شوی یم موږ له پاکستان سره په اړیکه کې شو څو خبرې پیل شي خو داسې و نه‌ شول زه نه‌ غواړم یو او بل ملامت کړم موږ دوه اړخیزې، درې اړخیزې او څو اړخیزې ناستې وکړې څو ستونزې حل شي او ترهګري ختمه شي خو پرمختګ مو و نه ‌کړ. موږ له پاکستان سره سوله غواړو موږ غواړو پر پاکستان باور وکړو خو ستونزه دا ده په دې نه ‌پوهېږو چې پاکستان له موږه څه غواړي."

له طالبانو سره سوله د ولسمشر غني بله هغه غوښتنه وه چې په خبره یې اسانه نه‌ ده، خو د خبرو پیل حتمي دی.

ولسمشر وویل، طالبان له افغان حکومت سره په موافقې په هر ځای کې چې وغواړي، دفتر پرانیستلی شي او که په کابل کې دې مسئلې ته زړه ښه کوي، دوییې ضمانت کولای شي.

ښاغلی غني زیاتوي:

"د سولې د خبرو موقعیت هر ځای کېدلای شي که هغه کابل وي چې موږ یې تضمین کولای شو او که د سولې د خبرو لپاره موافقه کېږي او دواړه خواوې هغه ومني نو بیا د طالبانو ډلې ته به اجازه ورکړو چې د استازولۍ دفتر پرانیزي څو موږ په یو مصون ځای کې سره وګورو."

ولسمشر غني که څه هم له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره چمتووالی وښود، خو په ورته وخت کې یې دا هم وویل چې دی ډاډه نه‌دی چې د جګړې ښکېلې خواوې دې د سولې غوښتونکې وي.

ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان او سیمه کې د سراسري سولې او ثبات د ټېنګښت لپاره د اجماع رامنځته کېدل، د جګړې د ټولو ابعادو له‌منځه وړل، د نړیوالې ټولنې د ژمنو عملي کول او د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالې ټولنې جدي او مسؤلانه مبارزه حتمي وبلله.

د یادونې ده چې د کابل بهیر د نړیوالې غونډې لپاره په کابل کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او ټاکل شوې چې د دغې ناستې پایلې د ورځې تر پایه اعلان شي.

دې غونډې ته د افغان ولسمشر اشرف غني وینا وه چې له پاکستان سره یې د اړیکو ښه کولو ډېرې هڅې وکړل خو بریالي نه شول.

ولسمشر غني زیاته کړه چې طالبانو ته د سولې له بهیر ګټې اخیستو لپاره ورستي فرصت ورکوو او نړیواله ټولنه دې د ترهګرۍ په وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني د کابل پروسي غونډي ته د وینا پر مهال وویل چې د می پر ۳۱ مه نېټه په کابل کې برید تر ۱۵۰ زیات کسان ووژل شول.

ولسمشر وویل چې په سیمه کې روان ناوړه امنیتي وضعیت او ترهګر خوځښتونه نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او ان د نړۍ په زیان دی.

ده وویل، په نننۍ ناسته کې به په داسې لارو چارو خبرې او تصامیم ونیول شي چې په کې د جنګ او ترورېزم مخنیوی یقینې کړي.

ده همدا راز وویل، که وسله وال طالبان معقول وړاندیز ولري، کولای شي په یوه هېواد کې سیاسي دفتر پرانېزي.

د ښاغلي اشرف غني له وینا وروسته، د کابل پروسې ناسته په ګروپونو ووېشل شوه او دغه ګروپي بحثونه به دوام وکړي.

دې غونډې ته د پاکستان، چین، هند، امریکا او ایران په ګډون د څه باندې ۲۵ هېوادونو او سازمانونو استازي ورغلي دي.

په کابل کې د دې غونډې لپاره خاص امنیتي تدابیر نیول شوي دي او په همدې مناسبت یوازې په کابل کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

XS
SM
MD
LG