کابل: د افغانستان د پلازمېنې کابل په شمالي برخه کې درو چاودنو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د مشرانو جرګې جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي دا درې واړه ځانمرګي بریدونه وو چې د ده په وینا پنځوس کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح مشال راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او ۸۷ ټپیان دي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش بیا فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په دې پېښه کې لس تنه وژل شوي دي.
دا چاودنې د شنبې په ورځ هغه مهال شوې دي چې د افغانستان د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د زوی د جنازې مراسم تر سره کېدل.
په دې جنازه کې د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله ، د مشرانو جرګې رییس عبدالهادي مسلم یار ، د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي شریک وو.
د اجراییه ریسس دفتر وايي چې عبدالله عبدالله ، عبدالهادي مسلم یار او امرالله صالح خوندي دي.