د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان طالبان یوازې په کوټه کې د چندې ۱۵ مرکزونه لري"


ټولنیزو رسنیو کې یو داسې لیک خپور شوی دی چې پکې د بلوچستان له خلکو غوښتنه شوې ده چې له افغان طالبانو سره مالي مرستې وکړي. دا لیک د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې ږوب د مرکزي جامع مسجد خطیب خپور کړی. هغه وايي دوی دا کار له تېرو څو کلونو راهسې کوي. خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت وايي ، په دې اړه به پلټې کوي او چنده کوونکو ته به سزا ورکوي.

د ږوب ښار د مرکزي جومات د خطیب مولوي الله داد له نامه په خپاره شوي دې لیک کې ویل شوي چې افغان طالبان له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي او خلک د دې هغوی لپاره پیسې ورکړي.

د مولوي الله داد لیک
د مولوي الله داد لیک

لیک زیاتوي چې هر چنده ورکوونکی کس دې رسید له مولوي الله داد څخه تر لاسه کړي. پر دې لیک د نوموړي د ټېلیفون نمبر هم ورکړل شوی دی.

مولوي الله داد پر هم دې ټلیفون نمبر نه یوازې د دې لیک خپرولو پخلی وکړ بلکې وايي چې د بلوچستان په ډېرو سیمو کې د افغان طالبانو لپاره چندې ټولېږي.

مولوي الله داد د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دوی دا چندې د افغان طالبانو د مالي کمېسون په غوښتنه ټولوي.

نوموړي د دې کمېسون په اړه وویل، "دا مرکزي مالي کمېسیون دی. مخکې مشر مولوي محمد اکرم وو چې په یوه پښه ګوډ هم وی. اوس نو مولوي محمد اکرم سږ کال وفات شو. مولوي عبدالصمد په جېل کې دی. اوس بیا مولوي عبدالمنان دی د لورلايي د کټوۍ د کېمپ او د هغه ملګري دي. دا د امارت اسلامي مرکزي مالي کمېسون دی. هغوی په ښکاره چندې کوي. په خضدار کې کېږي. په کوټه کې یې پنځلس مرکزونه دي او هلته دوی دا کار کوي."

مولوي الله داد وویل، د افغان طالبانو دا چنده ټولوونکي مشران هر کال په ځانګړې توګه د بلوچستان په پښتني سیمو کې ګرځي او د چندو غوښتنه کوي. "هغوی همېشه راځي. د روزې په میاشت کې دا مطالبه وکړي. دا څلور پنځه کاله وشو. د [پروېز مشرف] په وخت کې دا اواز یو څه کښته شوی وو خو چې هغه ولاړ نو له هغه وروسته دوی ځي او نه ده چې یوازې ږوب ته راځي بلکې لورالايي له ځي ، کلاسېف الله له ځي ، مسلم باغ له ځي او په کوټه کې چې ما درته وویل دا ملایان دي. دا کمېسیون دی. په ښکاره ځي دورې کوي او چندې ټولوي."

له مولوي الله داد څخه مې وپوښتل چې تاسو څومره پېسې ټولوی او بیا یې تر افغان طالبانو څنګه رسوئ نو هغه وویل، "دا بیا زه دوی ته ورکوم. دوی بیا راسي د ختم پر موقع (یانې د روژې په پای کې)، کله یې بیا موږ په یو چا ور ولېږ. له درې نیم لاکو تر دوو لکو او کله څومره وي او کله څومره.''

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه تر اوسه هیڅ رپوټ نه دی ترلاسه کړي.

هغه وویل ، اوس چې د مشال راډیو له لارې خبر شو نو به یې پلټنې وکړي. "موږ ته تر اوسه چا داسې خبر نه دی راکړی. که داسې وي نو دا بیا یو ډېره جدي مسله ده. زه ستاسو له لارې په خبر شوم. او موږ به هیڅ یوه چا ته د دې اجازه ورنکړو چې د ترهګرو سازمانونو لپاره چندې وکړي. موږ د دې پلټنې کوو او چې هر څوک پکې لاس ولري نو کلکه سزا به ورکوو."

د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه ډاکټر خادم حسېن وايي، دا لړۍ له کلونو نه بلکې لسیزو راهسې روانه ده چې د پاکستان خاوره په یوه او بله بڼه د افغانستان او ګاونډیو پرضد استعمالېږي.

نوموړی وايي، د ترهګرۍ مخینوي او سختدریځۍ له منځه وړلو لپاره په جوړ شوي نېشنل ایکشن پلان کې شامل وو چې د داسې کړنو به مخه نیول کېږي.

خو د ډاکټر خادم حېسن په وینا ، په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد مفکوره یا خو نشته او یا هم د نه برابره ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت وايي ، پاکستان نه یوازې پر خپله خاوره افغان طالبانو ته پټنځایونه ورکړي دي بلکې مرستې او ملاتړ یې کوي خو پاکستان دا خبره تل ناسمه او بې اساسه بللې ده.

په بلوچستان کې د افغان طالبانو لپاره د چندې په اړه رپوټ دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG