د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې مېشت مشر پښتون شاعر، ليکوال او د اتفاق پښتو ادبي جرګې غړی تاجبر خان تاجبر، چې په بونېر بابا پېژندل کېدو، نن د پنجشنبې په ورځ په کراچۍ کې ومړ. هغه د شکر رنځ ناروغه وو او له نېږدې يوې مياشتې راهیسې يې په روغتون کې درملنه روانه وه.

د بونېر سلطان وس سيمې تاجبرخان تاجبر له شاوخوا ۵۰ کالو راهیسې په کراچۍ کې مېشت وو. هم د دې له کبله نوموړي په کراچۍ کې د بونېر بابا په نوم پېژندګلو لرله.

د بونېر بابا وراره شمشېرخان وايي چې د مرګ پر وخت د بونېر بابا عمر شاوخوا ۷۲ کاله وو، تر اتمه يې رسمي زده کړې کړې وې. کراچۍ ته له ورتلو وروستو يې د رکشو جوړولو، سمولو دنده کوله چې پکې بونېر بابا لويه نامه لرله.

((بونېر بابا په پښتو، پښتونولۍ، پښتنو او پښتنه سيمه ميين وو. د يو ښه مشر او ښه پلار سره سره بابا داسې انسان وو چې د لويو سره د لويو خويونه او د ماشومانو سره يې د ماشومانو رويه ساتله))

بونېربابا د کراچۍ ادبي ټولنې "اتفاق پښتو ادبي جرګه" مشر غړی وو او د يادې ټولنې مشر ساګر تنقيدي وايي چې په کراچۍ کې به په کوم ځای کې هم ادبي غونډې کېدلې، که هغه د پښتو ژبې وې او يا نه، خو بونېر بابا به پکې د پښتنو نمايندګي کوله.

ساګر زياتوي چې بونېر بابا به دوی له دا داد هم ورکوو که چېرته دوی نه وي وزګار او کومې دستورې ته تګ وي نو هغه دې خبروي.

د هغه د شعر يوه بېلګه:


ما چې وکړو کله ستا اقرار د عشق
زه رسوا شومه په دې بازار د عشق

څنګ مالک د خپل غلامه به خفه وي
چې په جار کوي غلام اظهار د عشق

زه لا نور ستا په توحيد باندې محکم شوم
چې مې وليدلو ستا دربار د عشق

په سرتوري په پښې ابله ترې چاپېر شوم
بيا مې پورته کړلو ستا انبار د عشق

کوتاهي مې په دې لار کې ډېره کړې
شکر شکر چې اوس ځم په لار د عشق

ښه ده ښه ده چې ترې روغ نه شم ” تاجبره “
مرګ مې خوښ دی هم په دې ګوزار د عشق

XS
SM
MD
LG