د لاسرسي ځای

اپوزيشن ګوندونو د پارلمان ودانۍ مخې ته په بجټ بحث وکړو


د پاکستان په پارلمان کې اپوزيشن ګوندونو د حکومتي رویې پرضد نن د چارشنبې پر ورځ د قامي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته یوه خپله غونډه رابللې وه او د تېرې جمعې په مازيګر د حکومت لخوا پېش کړل شوي بجټ يې بحث وکړو.

غونډې ته خپله وينا کې اپوزيشن ليډر سيد خورشيد شاه وويل چې حکومت دا بجټ د غريب ولس لپاره نه بلکه د سرمايه دارانو لپاره وړاندې کړې دې او د بجټ خساره ورځ پر ورځ زياتيږي نو حکومت دې د غريب ولس په حال رحم وکړي.

د غونډې ورستو د جماعت اسلامي پارلماني استازی عايشه سيد مشال راډيو ته وويل چې د حکومت رويه مناسبه نه ده او احتجاجا يې د پارلمان ودانۍ مخې ته په بجټ بحث وکړو،

د نوموړې وينا وه چې حکومت له پکار دي چې اپوزيشن ګوندونو له نه صرف د خبرو پورا موقعه ورکړي بلکه سرکاري ټي وي د لارې دې ولس ته نېغ په نيغه هم وښيي.

د ذکر ده چې د تير ګل او نهې پر ورځ د بجټ غونډې په موقعه د اپوزيشن ګوندونو غړو ويناګانې په سرکاري ټي وي نيغ په نيغه په نه خپرولو د مخالفو ډلو غړي د غونډې څخه راوتلي وو او د نهې پرمازيګر اپوزيشن ليډر خورشيد شاه خبري غونډې ته ويلي و چې سپیکر ورته باور ورکړې وو چې د دوي تقریرونه به نشروي خو داسي ونشول،

د کرمې اېجنسۍ نه منتخب پارلماني غړې ساجد حسېن توري وايي چې د اپوزيشن ګوندونو غوښتنه پرځايې ده او دوي يې ملګرتيا کوي.

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاؤ وينا وه چې د اپوزيشن ګوندونو د پارلمان ودانۍ مخې ته د غونډې رابللو مرسته نه کوي او ځکه يې پکې ګډون هم ونکړو خو دواړه خواو له پکار دي چې دا شخړه د پارلمان دننه هواره کړي،

خو د پاکستان تحريک انصاف پارلماني استازي عايشه ګلالۍ وايي چې د پاکستان سرکاري ټي وي د ولس د ټېکس په پېسو چلېږي نو پکار ده چې د خزانې وزير سره سره د اپوزيشن ګوندونو د غړو وېناګانې هم نېغ په نيغه وښايي چې ولس يې د بجټ په باب له دریځه خبر شي.

د حکمران ګوند د قامي اسمبلۍ غړې او د سيفران وفاقي وزير عبد القادر بلوچ د اپوزيشن غوښتنې پحقله وايي چې بجټ په ړومبي ځل نه دې وړاندې کړې شوې سواې د يو ځل نه يعني ۲۰۱۵م ميلادي کال بجټ وړاندې کولو ورستو اپوزيشن ګوندونو غړو ويناګانې هم نېغ په نيغه وښودلې شوې له دې وړاندې داسې کله هم نه و شوي او پيپلز ګوند په خپل پنځه کاله حکومت يو ځل هم د اپوزيشن غړو ويناګانې نيغ په نيغه نه دي ښودلې دا ګام خو د دوي ګوند پورته کړو نو ذه ګڼم چې دې نه مسله جوړول زياتی دی.

د يادونې ده چې د پارلمان ودانۍ پروړاندې کېدونکې غونډه کې د پاکستان پيپلز ګوند، پاکستان تحريک انصاف، متحده قامي مومنټ، جماعت اسلامي، پاکستان مسلم ليګ ق او د فاټا ځنې پارلماني غړو نه علاوه د اپوزيشن يو شمير نورو ګوندونو استازو هم ګډون وکړو.

احمد الله- مشال راډيو اسلام اباد

XS
SM
MD
LG