د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به د کابل په کانفرنس کې ګډون کوي


پاکستان وايي، د افغانستان په اړه په کېدونکې سولې کانفرنس کې به ګډون کوي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په کوربه توب د جون پر شپږمه نېټه په کابل کې کانفرنس وشي چې پکې به د ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ ، اروپايي ټولنې، منځنۍ اسيا، امريکايي، روسي او هندي استازي ګډون کوي.

د پاکستان د خارجه وزارت وياند نفيس زکريا د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې د کابل په غونډه کې به د اسلام اباد استازي ګډون کوي البته نوموړي زياته کړه چې دا به په کومه کچه وي په دې اړه لا هم مالومات نه لري.

د پاکستان دريځ دا دی چې د افغانستان د سولې په لړ کې د هرګام ملاتړ کوي او خپل رول لوبولو ته تيار دی. نفيس زکريا

پاکستان وایي چې د افغان حکومت لخوا د جون په شپږمه نیټه به د سولې په اړه رابلل شوې د کابل پروسې غونډه کې ګډون کوي.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان دريځ دا دی چې د افغانستان د سولې په لړ کې د هرګام ملاتړ کوي او خپل رول لوبولو ته تيار دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په يوه بيان کې ویلي چې د کابل راتلونکې غونډه رسمي نه ده االبته دا فرصت به له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره کارول کېږي.

خپريال رحيم الله يوسفزي مشال راډیو ته ويلي، پاکستان کوشش کوي چې افغان طالبان د سولې مېز ته راولي خو په دې لړ کې به نور کار په خپله افغانستان ته کول وي.

نوموړی زياتوي چې د ګاونډیو ترڅنګ نور ځواکمن هېوادونه بايد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو کولو کې رول و لوبوي.

يو بل خبريال طاهر خان بیا فکر کوي چې تر اوسه چې د افغانستان د سولې په اړه څه هڅې شوې هغوي لا هم نتيجه نه ده ورکړې.

نوموړی زياتوي چې د افغانستان ستونزه ډېره پېچلې ده نو بايد د کابل له غونډې وروسته غړيو هېوادونو ته موقع ورکړل شي چې هغه له افغانستانه سره هم نظره شي.

XS
SM
MD
LG