د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان او افغانستان کرکټ لوبډلې بايد لوبه وکړي'


د پاکستان او افغانستان کارپوهان وايي، د دواړه هېوادونو ترمنځ تعلقاتو ښه کولو کې د کرکټ لوبې مهم رول لوبولی شي.

د پاکستان کرکټ بورډ پخوانی سلاکار عامر نواب مشال راډیو ته وویل چې په دواړه هېوادونو کې د کرکټ مينه وال يو شان جذبه لري او له دې پرته د دواړو غاړو ولسونه يو کلتور، مذهب او دودونه لري.

دده په وينا د افغانستان کرکټ لوبغاړي د پاکستان له مېدانونو د کرکټ نړيوالو مېدانونو ته رسېدلي دي.

د افغانستان کرکټ لوبغاړې په کراچۍ کې د روزنې پر مهال( فايل فوټو)
د افغانستان کرکټ لوبغاړې په کراچۍ کې د روزنې پر مهال( فايل فوټو)

د نوموړي په خبره د دواړه ملکونو د اړيکو ښه کولو لپاره پکار ده د پاکستان او افغانستان لوب ډلې په خپلو کې سره سيالی وکړي.

عامر نواب زياتوي چې د افغانستان په لوب ډله کې شامل لوبغاړو کلونه کلونه په پاکستان کې تېر کړي او لوبه يې زده کړې نو دوی يو بل ته دومره نږدې دې چې بايد په لوبو کولو سرهد کابل او اسلام اباد په منځ کې هم نزدېکت راولي.

د پاکستان کرکټ بورډ په يوه بيان کې ويلي چې تېره اوونۍ د افغانستان کرکټ بورډ عممي ريیس عاطف مشال ورغلی وو او تر لېدنو وروسته د دواړو هېوادونو چارواکي په دې سلا شول چې پاکستان او افغانستان کرکټ ټيمونه به په لاهور او کابل کې دوستانه سيالیاني کوي.

د افغانستان په لوب ډله کې شامل لوبغاړو کلونه کلونه په پاکستان کې تېر کړي او لوبه يې زده کړې نو دوی يو بل ته دومره نږدې دې چې بايد په لوبو کولو سره د کابل او اسلام اباد په منځ کې هم نزدېکت راولي. عامر نواب

ددې بيان راتلو وروسته د افغانستان ځينو خلکو پر دې برېکړه نيوکې وکړې او پر ټولنيزه رسنيو يې په دې اړه خپل مخالفت څرګند کړ.

خو د کرکټ لوبو يو کارپوه علي هوتي بيا په دې نظر دی چې بايد د دواړو هېوادونو لوب ډلې د يوه بل هېواد سفرونه وکړي.

دده په وينا، دواړه هېوادونو د ترهګرۍ ښکار دي چې له کبله يې دلته د کرکټ نړيوالي سيالۍ نه کېږي نو په داسې حال کې دوی ته په خپلو کې لوبې کول پکا دي چې دارنګه نړۍ ته د سولې پېغام ورسېږي.

خو د ځینو افغانانو د نيوکو سربيره هم د افغانستان کرکټ بورډ عممي ريیس عاطف مشال د نهې په ورځ ويلي چې د افغانستان د کرکټ لوب ډله غواړې ځان په نړيواله کچه په لومړۍ درجه کې راولي نو ددې لپاره پکار ده له پاکستان کرکټ ټيم سره لوبې وکړي او د سياستونو ښکار نه شي.

XS
SM
MD
LG