د لاسرسي ځای

عاطف مشعل: کرکټ باید د سیاستونو قرباني نه شي


د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي چې د ورزش په برخه کې د هېڅ یوه هېواد پر مخ خپلې دروازې نه تړي او غوښتنه يې وکړه چې ورزش باید د سیاستونو قرباني نه شي.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس عاطف مشعل نن(سېشنبه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دوی غواړي د کرکټ له ټولو لومړۍ درجه له هېوادونو سره سیالۍ برابرې کړي چې دا کار د افغان کرکټ د پرمختګ لپاره مهم دی.

هغه وویل چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره د سالیو په اړه هېڅ زار هوکړه نه ده شوې او د دغه سالیو په اړه اوس مهال یواځې لومړنۍ خبرې شوي دي.

مشعل زیاته کړه چې که له پاکستان سره دوه اړخیزې سیالۍ ترسره کېږي نو به اول د دې هېواد ملي لوبډله کابل ته او ورپسې افغان لوبډله پاکستان ته سفر کوي.

دې دا هم وویل که په راتلونکې کې له دې هېواد کې سره په بېلابېلو برخو کې هر ډول هوکړې ترسره کېږي نو د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره به کېږي.

نوموړي دا هم وویل چې پاکستان ته وروستی سفر يې د پاکستان کرکټ بورډ په بلنه او د افغان حکومت په اجازې ترسره کړی دی.

هغه دا هم وویل چې نه غواړي په پاکستان کې د کرکټ لپاره کورنی لوبغالی ولري ځکه په وینا يې په دې هېواد کې د ناامنۍ له امله د نړیوالو سیالیو ترسره کول ناشوني دي.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس له افغان امنیتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې د نړیوالو سیالیو د کوربه توب پر مهال باید له دوی سره د ښه امنیت ساتلو په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG