د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کورنیو په شمېر کې کموالی راغلی"


ملګري ملتونه وايي، د تېر کال د لومړیو پنځو میاشتو په پرتله سږ کال د کورنیو بې‌ځایه شویو افغانانو شمېر په سلو کې ۳۶ سنله لږ دی.

ملګرو ملتونو پرون دوشنبه وویل، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې د جګړې له کبله تر یو لک زیات افغانان په خپل هېواد کې دننه بې‌ ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر له ارقامو سره سم، چې د دوشنبې په ورځ ېې خپاره کړل، د جنورۍ له میاشتې څخه تر اوسه پورې یو لکو ۳۲۲۹ افغانان بې‌ځایه شوي دي.

دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت په سلو کې ۳۶ لږ دی.

دا اداره وايي، د افغانانو د بې‌ځایه کېدو شمېر له دې کبله لږ شوی نه‌دی چې د جګړې اور سوړ شوی بلکې له دې امله سږ کال لږ افغانانو خپل کور د اور په میدان پرېښی چې نورو سیمو ته‌یې د لېږدېدولو وس نه‌درلود.

ملګري ملتونه وايي، د جګړې ډېر تمرکز په هغو سیمو کې دی چې تېر کال هم په‌کې جګړه وه او له دغو سیمو هغه کسان پخوا لا وتلي چې نورو سیمو ته‌یې د تګ وس درلود.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د بې‌ځایه شویو افغانانو د شمېر د کموالي څو علتونو ته اشاره کړې؛

یو علت دا دی چې جګړې په هماغو سیمو کې دوام کړی چې تېر کال هم په‌کې جنګ و او د دې معنی دا ده چې د دغو سیمو اکثره اوسېدونکي تېر کال بې‌ځایه شوي دي.

دوهم علت بې‌وزلي ده چې له کبله‌یې ځیني خلک نورو سیمو ته د تګ وس نه‌لري او مجبوره دي چې په جګړه کې د مرګ ژوبلو خطر ومني.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د کورنیو بې‌ځایه شویو د شمېر په اړه د ملګرو ملتونو د تازه راپور په اړه څه نه‌دي ویلي، خو وايي چې دا وزارت د لمریز کال پر اساس احصائیې خپروي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل مشال راډیو ته وویل چې تر ټولو زیات افغانان په کومو ولایتونو کې بې‌ځایه شوي دي؟

نوموړی وايي:

"تر ټولو ډېر په بغلان، کندز، هلمند، ارزګان او ننګرهار ولایتونو کې بې‌ځایه شوي دي."

ملګري ملتونه دا هم وايي چې ځینو ښاري سیمو ته هم ناامني خپره شوې او له کبله‌یې خلک نه‌پوهېږي چې چېرې پناه یوسي.

د ملګرو ملتونو په وینا یوازې په کابل کې د طالبانو او داعش په حملو کې سلګونه ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

همداراز شمالي ولایتونه چې پخوا ارام وو اوس ناامن دي او له کبله‌یې خلک بې‌ځایه کېدو ته اړ کېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، سږ کال د ټولو بې‌ځایه شویو په سلو کې ۴۲ سلنه په شمالي ولایتونو پورې تړاو لري.

د ملګرو ملتونو د تېر کال په راپور کې ویل شوي و چې په ۲۰۱۶ م کال په افغانستان کې د جګړو له لاسه ۶ لکه ۶۰ زره افغانان بې‌ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG