د لاسرسي ځای

تازه خبر

عاطف مشعل: پاکستان کرکټ بورډ سره کوم تړون نه دی شوی


د افغانستان کرکټ بورډ مشر وايي پاکستان ته په خپل سفر کې يې د پاکستاني کرکټ بورډ سره د سیالیو او نورو همکاریو په تړاو هېڅ هوکړه ليک د تړون حيثيت نه لري.

په هغه پېغام کې چې د کرکټ بورډ په رسمي فېسبوک پاڼه کې د شکرالله عاطف مشعل له خولې خپور شوی، ویل شوي چې نوموړی د پاکستان په بلنه لاهور ته تللی وو خو د پاکستاني کرکټ بورډ سره يې کوم تړون نه دی لاسليک کړی. د هغه په وينا پر همکاريوو يوازې بحث شوی دی.

د شنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان کرکټ ادارو مشرانو چارواکو د يو بل سره د دوستانه سياليوو او تحنيکي همکاريوو په اړه خبرې اترې کړې وي.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر، شهريار خان د يکشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې دواړه خواوې سلا شوې چې په نيزدي راتلونکې کې به يې لوبډلې په کابل او کراچۍ کې شل اووريزې لوبې وکړي. همداراز به پاکستان افغان لوبغاړو ته يو ميدان ورکوي او د افغانستان د ۱۹ او ۱۶ کلونو څخه کم عمر لوبغاړو لوبډلې به هم پاکستان کې ميچونه کوي. دغه مهال مشعل هم د يادو ټکو تفصيل په ورکولو سره منلې وه چې سلا پرې شوې خو نوموړي په خپل نني پيغام کې ويلي چې سلا يوازې په بحث شوې وه او دا وړانديزونه د تړون شکل نه لري.

پر دې مسله په ټولنيزو مطبوعاتو کې سخت غبرګونونه راوپاريدل. په افغانستان کې ډير خلک پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي او له همدې کبله د ټولنيزو مطبوعاتو استعمالوونکو د پاکستان سره د دوستۍ په سياليوو خفګان وښود.

افغان چارواکي هم پر پاکستان د وسله والو د ملاتړ تور لګوي خو اسلام اباد دا بې ځايه بولي او وايي چې ترهګرۍ دوی هم ځپلې دي. د پاکستان کرکټ بورډ مشر، شهريار خان په خپله مطبوعاتي غونډه کې وويل چې کرکټ بايد له سياسته ليري وي. مشعل هم په همدې خبرې غونډه کې ويلي وو چې غواړي کرکټ له سياسي مسايلو ليري وساتي.

عاطف مشعل زياته کړې وه چې لومړی به د پاکستان کرکټ لوبډلې د سولې پيغام سره کابل ته ورځي. هغه په نني پيغام کې ويلي چې په دې اړه به زر يوه خبري غونډه هم کوي.

پر دې خبره د ټولنيزو مطبوعاتو کاروونکو سخته خواشينې ښودلې وه او NoCricketWithPakistan# هيشټيګ يې جوړ کړ. ځينو فيس بوک کاروونکو وويل چې پاکستان ته بهرنۍ کرکټ لوبډلې د امنيت خرابۍ له وجې نه ځي نو ځکه اوس غواړي چې د افغان لوبډلې په ورتګ سره نړيوالو ته خپل ښه تصوير وروښئ.

د پاکستان په لاهور ښار کې په ۲۰۰۹ کال کې د سريلنکا په کرکټ لوبډله وسله وال بريد شوی وو. دې حمله کې د سريلنکا کرکټ لوبډلې شپږ غړي زخميان شوي وو. تر هغې وروسته پاکستان ته بهرنۍ لوبډلې نه ورځي.

XS
SM
MD
LG