د لاسرسي ځای

فاټا استازي: د ولسمشر ممنون حسېن وینا نه اورو


د فاټا پارلماني غریو ويلي دي چې د پارلېمان شريکي غونډي په موقع د ولسمشر ممنون حسېن له وینا به شلون یا بایيکات کوي.

په قامي اسمبلۍ کې د کرمې ايجنسۍ استازي ساجد توري مشال رېډيو ته ووېل چې د جون په وړومبۍ نېټه به د فاټا سېنېترانو پشمول ټول پارلېماني غړي د ولسمشر له وینا بایيکاټ کوي.

د ده په خبره فاټا د ولسمشر تر اختياراتو لاندې راځي خو په فاټا اصلاحاتو د ولسمشر لخوا نه خو څه خبره کېږي او نه د فاټا اصلاحاتو کمېټۍ رپورټ په اړه څه فيصله کوي. موږ غواړو چې پر فاټا اصلاحاتو دې زر تر زره عمل وشي.

ساجد توري زياته کړه چې په دې بایيکاټ کې به له دوی سره د اپوزېشن نور ګوندونه هم برخه اخلي چې ور سره خبرې اترې روانې دي.

''د ولسمشر د خطاب په موقع به موږ شور کوو او هغه نه به موږ دا غوښتنه کوو ځکه چې ولسمشر دې او ټوله فاتا د هغه واک تر لاندې ده. نو چې فاټا اصلاحاتي کمېټۍ کوم رپورټ وړاندې کړې دې په هغې دې عمل وشي.نو په د پارلمان مشترکه غونډه کې پاکستان پيپلز پارټي، عوامي نېشنل پارټي، تحريک انصاف او جماعت اسلامي ټول ګوندونه موږ سره دي او موږ به احتجاج کوو.''

د فاټا د قامي اسمبلۍ او د واکمن ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) غړې شهاب الدېن خان وايي چې د پاکستان ولسمشر د فاټاچېف اېګزيکټيو دې نو دا د هغه ذمه واري ده چې د فاټا د ولس او استازو خبرې واورې او که نه اووري نو پارلېمان ته د خطاب کولو هېڅ يو حق نه لري.

شهاب الدين په وېنا چې د واکمن ګوند غړي په حېث بهدضابطو او اصولو خيال ساتي خو چې چرته د قبايلي ولس د حقونو او ښه مستقبل لپاره خبره وي نو هلته به آوز ضرور وچتوي.

"ولسمشر له دا وخت په آرام سره کېناستل نه دي پکار بلکې کار کول پکار دي او اورېدل پکار دي چې قبايلي ولس څه غواړي ځکه چې ولسمشر واک تر لاندې يوه فاټا ده نو چې د يو فاتا بندوبست دې نشي کولې نو بيا ورته د تقرير حق هم حاصل نه دې چې راشي او ټول پاکستان ته تقرير وکړي.د ټول پاکستان خو ولسمشر دې کو د فاتا چيف ايګزيکټو دې نو موږ کوشش دا کوو چي خپله خبره په ولسمشر ومنوو.زه د خپل ګوند د ضابطو خلاف ورزي خو نه شم کولې چې نورې پارټي راګونډي کړه کو باقي په احتجاج او دهرنو کې به ورسره ولاړ يمه."

د فاټا پارلماني غړي وايي چې د فاټا اصلاحات او هغه په خيبر پښتونخوا کې شاملولو فېصله اوس تر يو مهم ځای ته رسېدلې ده د واپس اخيستلو مطلب بهد فاټا ولس په بغاوت مجبوره ول وي.

واضحه دې وي چې د جون په وړومبۍ نېټه به د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن د پارلېمان مشترکه غونډې ته خطاب کوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG