د لاسرسي ځای

پاکستان د اقتصادي جاج کلنی راپور خپور کړ


د دغه راپور وړاندې کولو پر وخت د پاکستان خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وويل چې په تاريخ کې په لومړي وار د هېواد معاشي حجم له ۳۰۰ اربه ډالرو زيات شوی دی او په ۲۰۱۶۔۱۷م کې په مجموعي توګه د قامي پېداوار کچه ۵،۲۸ فيصده وه خو دوی تېر کال دا هدف ۵،۷ فيصده ټاکلی وو چې روان کال ترلاسه نه کړل شو.

وفاقي وزير ويلي چې د توانايۍ په پېداوار کې د تېرو لسو کالو په مقابله کې تر ټولو زيات پينځه فيصده سېوا شوی دی.

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د زيارت په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وينا پرمهال وويل چې د ترهه ګرۍ پرضد جګړه کې تر دې دمه د۱۲۳ اربه روپو نه زيات زيان شوی او هر کال د ۹۰ نه تر ۱۰۰ اربه روپو زيان کېږي.

((تاسو به کتلي وي چې په بوديجه کې له ۹۰ نه تر ۱۰۰ اربه روپو پورې له درې کالو راهسې مونږ خرچ کوو او روان کال هم چې کومه بوديجه وړاندې کوو په هغې کې به هم ۱۰۰ اربه روپۍ کېښودل کېږي. دا پېسې به په بيا ودانيو، بيا رغونې، د بې کوره شوو خلکو د تګ راتګ خرچې، هغوی ته ورکول کېدونکې پېسې او کوم راشن چې ورکول کېږي د بيلا بيلو نړيوالو مرستندويه ادارو د لارې، دا هر څه پکې شامل دي.))

اسحاق ډار زياته کړه چې د پاکستان په تاريخ کې په وړومبي وار د پېداوار کچه که څه هم سېوا شوې خو د حکومت او نړيوالو ادارو د څارنې ترمخه د پاکستان د پېداوار اقتصادي کچه اوس هم کمه ده.

د نوموړي په وينا چې په زرعي څانګه کې پرمختګ ۳،۴۶ فيصده ريکارډ شوی او په راتلونکي بوديجه يا بجټ کې په سَره، بجلۍ او نور د ضرورت په توکو به حکومت پېسې لګوي.

((د يوې لسيزې راهسې دا وړومبی کال دی چې پاکستان لکه د نورو هېوادونو په رنګ به قرضه اخلي او د پرمختيايي پروژو ترڅنګ به يې په نورو ځايونو کې هم لګوي. دا کال به د پاکستان د پرمختيايي منصوبو خرچې د قرض نه زياتې وي او هم دا لوی بدلون دی.))

اسحاق ډار وويل چې حکومت تجارتي خساره د ۲۰،۴ ارب روپو په حد ودرولو کې ناکامه شوی او د دې څارنې په موده کې تجارتي زيان ۲۴ اربه روپۍ وو.

د بهر ملکي سرمايه کارۍ په اړه مرکزي وزير وويل چې د روان کال تر اخره دغه شمېره د دوه نيم اربه ډالرو نه زيات ته د رسېدو هيله ده.

د زرغي قرضو په اړه د خزانې مرکزي وزير وويل چې روان کال ۴۷۵ اربه روپۍ قرضې ورکړل شوې دي او د کال تر اخره به د ۷۰۰ اربه روپو هدف ترلاسه شي.

د اسحاق ډار په وينا چې تېر کال د يو تن د کال ګټه ۱۳۳۳ ډالره وه کومه چې روان کال ۱۶۲۹ ډالر ته رسېدلې.

د هېواد د قرضو په اړه وفاقي وزير وويل چې په ۲۰۱۳م کې ۱۴۳۱۸ ارب روپۍ قرضې وې کومې چې په ۲۰۱۷م ۲۰۸۷۲ اربه روپو ته رسېدلې دي.

د خزانې د مرکزي وزير په وينا چې نېغ په نېغه بهر ملکي سرمايه کارۍ کې ۱۲،۴ فيصده او د بجلۍ او ګېس په پېداوار کې ۳،۴ فيصده زياتوالی راغلی.

د ذکر ده چې د خزانې وفاقي وزير هر کال د کلنۍ بوديجې وړاندې کولو وړاندې د هېواد اقتصادي جاج کلنی راپور خپروي چې وروستو يې په پارليمان کې کلنۍ بوديجه وړاندې کېږي. پاکستان به د جمعې په ورځ د ۲۰۱۷۔۱۸م بوديجه وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG