د لاسرسي ځای

تازه خبر

'حکومت څه ژمنه چې کړې په هغو دې عمل وکړي'


د خېبر پښتونخوا ولسي خېر ښيګړې پارلېماني سيکرټري او د صوبايي اسمبلۍ غړې دينا ناز مشال راډيو ته وویل چېکال۱۷.۲۰۱۶ کلنۍ ترقياتي بجټکې د نر ښځيانو خېر ښيګړې لپاره د صوبې په تاريخ کې لومړي ځل پېسې مختص کړل شوی وې خو په بيا بيا د غوښتنو باوجود د نر ښځيانو او دوی لپاره د تنظيمونو لخوا تر لاسه نه شوه چې له وجې يې دغه فنډ استعمال نه کړې شو۔

د نوموړې په وینا د خير ښيګړې صوبايي محکمې لخوا په ټولو ضلعو کې د نرښځيانو شميره راغونډولو لپاره سروې روانه ده د کومې وروستو چې به دغه فنډ ولګول شي۔

((دې نر ښځيانو لپاره موږ په خيبر ټيچنګ اسپتال او ليډي ريدنګ اسپتال کې وارډونه جوړول وو دوی ته ووکېشنل ټريننګ ورکول وو دې نه علاوه دوی له هېلتھ کارډ جوړول دې دا هر څه پکې شامل وو خو دې ټولو څيزونو لپاره څه سروې څه ډيټا پکار وه چې رامخې ته شي۔پي سي ون تيار دې کاغذي کاروايي تر سره شوې خو موږ ته يو ډيتا پکار ده چې د هغي په بنياد څه فېصلي وکړو نو حکه دغه فنډ لا نه دې استعمال شوې ))

د خېبر پښتونخوا خېر ښېګړې د محکمې د سرچينو تر مخه دا وخت په صوبه کې د نرښځيانو سروې روانه ده په کوم کې چې د دوی د عمر، تعليم، ځای او نور مهم معلومات اخيستل کېږي۔

په دغه سروې کې تر دې دمه په خېبر پښتونخوا کې لږ تر لږه دوه زره نرښځيان رجسټر شوي دي۔

تير کال د بجټ مختص کېدو ورستو د نر ښځيانو شمېره او نور مهم معلومات راجمع کولو لپاره يو کمېټې هم جوړه کړي شوې وه چې پکې د سوشل ويلفئير دایريکټريټ په ګډون،صحت، پلاننګ اينډ ډوېلپمنټ محکمې او د نر ښځيانو لپاره کار کوونکې غېر سرکاري ادارې شاملې وې ۔

په ياده کمېټۍ کې د نر ښځيانو لپاره غير سرکاري تنظيم بليو وېنز دعوه لري چې د ا وخت په صوبه کې ۴۵ زرو نرښځيان دي او دوی هڅه کوي چې نور هم معلومات راجمع کړي

د ياد تنظيم يوه غړې طاهره کليم وايي چې د نر ښځيانو معلومات تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي خو داسې ډېر کارونه دي چې دوي پکې دحکومتي مرستو بغير کار نشي کولې۔

((تر کومې پورې چې موږ نه کېده او تر کومې چي زموږ رسايي ده موږ هغه نرښځيانو ته ويلي دي چې ځان رجسټر کړي۔دوي سره چې د نرښحيانو کومه شمېره ده په هغې کې خو ورسره موږ مرسټي کولې شو خو چي کوم په لرو پرتو سيمو کې او فاتا کې نر ښحيان دي تر هغوي کو زموږ رسايي نه وه۔او د ا بجټ چې مختص شو نو د هغې نه پس د سوشل ويلفئير خپل ۶ نه تر ۹ پورې کسان په هره ضلع کې وټاکل چې دا معلومات راجمع کړي خو دغي اهلکارانو هم څه زمه واري جوړيږي خو هغوي خپله زمه واري تر سره نه کړه))

بل خوا د خېبر پښتونخوا د نرښځيانو د سازمان صوبايي جنرل سيکرټړي آرزو وايي چې هغه خپله هم د معلومات راجمع کولو ډلو برخه ده خو يو خوا د نر ښځيانو مرستو نه کولو او بل د حکومت د دلچسپۍ نه اخيستو له وجې معلومات او د دوی یو شمېره راجمع کول د ځنډ ښکار شوي۔

((په يو مياشت کې موږ د شپږو علاقو نه د نر ښځيانا معلومات راجمع کړل په هغې کې هم موږ يو يو ته منت زارۍ کړي دي ولې چي نر ښځيان په دې يريدل چې موږ به ورته وېل شناختي کارډ راکړه تاس له هيلټځ کارډ جوړوو ستا په نوم ستاسو د پلار په نوم ستاسو د کور پته ضروري ده نو هغوي به خپل شناختي کارد پټ کړو او وېل به يې چي ولې تاسو موږ دې ځای نه وباسۍ چا به ویل چي ولې زموږ کارډونه ختميږي چا به څه وېل چا به څه۔ نو له دې وجې چا ځان رجسټر کرو چا نو نو هم دا شان دا معلوماتو مرحله نېمګړي پاتې ده))

تير کال د خېبرپښتونخوا حکومت د نرښځيانو لپاره کليز ترقياتي بجټ کې ۱۰ کروړه روپۍ مختص کړي وې چې پکې په لومړۍ مرحله کې د ۲۰۰ نرښځيانو لپاره هاسټل جوړول،۲۰۰ ته تکنيکي تربيت ورکول او دې نه علاوه د پېښور دوه لويو اسپتالونو کې د نرښځيانو لپاره وارډونه جوړول شامل وو۔

XS
SM
MD
LG