د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ټولنيزو مطبوعاتو کې پر پوځ تنقيد کونکو خلاف کاروايي


د پاکستان کورنيوو چارو وزير چوهدري نثار علي خان اسلام اباد کې پرون په يو پريس کنفرنس کې د ټولنيزو مطبوعاتو د ځينو کاروونکو نيولو دفاع وکړه او وي ويل چې د قانون ترمخه هيڅوک د عدليې او پوځ سپکاوی نه شي کولی.

هغه زياته کړه چې د پاکستان په آيين کې راغلي چې څوک د عدليې او پوځ خلاف څه نه شي ويلی. ((زموږ له څو ورځو کاروايي له وجې، پر ټولنیزو مطبوعاتو داسې پوسټونه کېدل تقريبا بند شوي دي. خو د راتلونکې لپاره به يې څارو. ټولنيز مطبوعات تر حملې لاندې نه دي، بې چوکاټه ازادي تر بريد لاندې ده. اول ښکارېده چې د پوځ خلاف يو طوفان راغلی خو چې وفاقي تحقيقاتي ادارې کاروايي پيل کړه نو اوس هغه پوسټونه کوم دي؟ زه په بخښنې سره وايم چې ځيني خلک دې له ځانه د بيان ازادۍ کاکاګان ماماګان نه جوړوي.))

چوهدري نثار علي خان وويل چې پر پوځ نيوکې کوونکي لږ تر لږه شپږ کسان يې نيولي. خو د پاکستان بشري حقونو خپلواک کميشن مشر مهدي حسن مشال ريډيو ته پرون وويل چې د دوی د راپور ترمخې امنيتي ادارو لږ تر لږه پنځه څلويښت کسان نيولي چې دوی یې غندي. هغه زياته کړه: ((دا د جمهوري اقدارو، جمهوريت او بيان ازادۍ خلاف کار دی چې ووايي د پوځ خلاف به هيڅ غږ نه کوي. د بيان ازادي د جمهوريت برخه ده او په جمهوريت کې هيڅ يوه اداره له نيوکو پورته نه ده.))

اسلام اباد کې خبريال طه صديقي هم په ټولنيزو مطبوعاتو د ليکنو او خپلو رپورټونو له وجې د تحقيقاتي وفاقي ادارې (FIA) تر څارنې لاندې راغی او هغه يې پوښتنې وکړي. نوموړي اسلام اباد هايي کورټ کې د دې کار خلاف درخواست جمع کړ او فیصله د ده په حق کې راغله.

هغه وايي: ((عدالت وفاقي تحقيقاتي ادارې ته وويل چې نور دې ما نه په عذابوي. نه پوهيږم چې دوی به زما له تکليفولو لاس واخلي او کنه ځکه چې دا لومړی ځل نه دی چې له ما داسې پوښتنې شوې دي. دلته پر خلکو د پاکستان ضد ټاپه لګول يوه اسانه لار ده. دا د خلکو د خاموشه کولو زړه طريقه ده چې غدار دې وبولي. فکر کوم دوی به خپلې کاروايانې بندې نه کړي او موږ به خپله مبارزه روانه روانه ساتو.))

پاکستان تېرکال د انټرنيټي جرمونو مخنيوي لپاره يو قانون جوړ کړ. د بشري حقونو ادارې او سیاستوال پرې نيوکې کوي چې دا قانون حکومت د خپلو سياسي ګټو لپاره کاروي. د سينيټ د عامه اړيکو کمېټۍ غړی او پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر، عثمان کاکړ وايي دا مسله به سينيټ کې راپورته کوي.

هيڅوک له نيوکې او تنقيد پورته نه دی. که پوځ غيرآييني کار کوي نو خلک به پرې خامخا خبرې کوي

کاکړ زياتوي د پاکستان رياست دې خپلې پاليسۍ سمې کړي چې څوک پرې نيوکې نه کوي. کاکړ زياتوي: ((دلته بايد څوک مقدسه غوا نه وي. هيڅوک له نيوکو پورته نه دی. تر ټولو مهم ځای پارليمان دی چې خلک پر پارليمان نيوکې کولی شي نو په پوځ يې ولې ونه کړي.))

په دې وروستيوو کې پاکستان کې ځيني بلاګ ليکونکي د مذهب سپکاوي په تور بنديان شوي وو چې له وجې يې پر حکومت سختې نيوکې وشوې. خو حکومتي چارواکو وويل چې دوی به د اټرنيټ له چاڼولو لاس وانخلي.

پر ټولنیزو مطبوعاتو فعاله، ثنا اعجاز وايي که حکومت د بيان ازادۍ قدر نه کوي دوی به هم چپ پاتې نه شي. هغې مشال ريډيو ته وويل: ((که د امنيت پر مسله خبرې کوي نو خامخا به د رياست پاليسانې يادوي. او که پاليسيانې غلطې وي نو نيوکې به پرې کيږي. که هر څومره فشار زيات شي خلک به د ټولنيزو مطبوعاتو له کارولو لاس وانخلي.))

XS
SM
MD
LG