د لاسرسي ځای

خیبر: د لوی شلمان دوو کلیو اوسېدونکو ته د کورنو پرېښودو امر


لواړګی - د خیبر انتظامي چارواکي وايي، پاکستانیو ځواکونو له ډېورنډ کرښې سره نېږدې د لوی شلمان دوو کلیو اوسېدونکو ته د خپلو کورونو خالي کولو ویلي دي.

دې چارواکو د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، پوځ د شین پوخ او څمڅۍ کلیو ته درنه وسله رسولې او امنیتي تدابیر یې نیولي دي.

دوی وايي، پر دې دوو کلیو د افغانستان له لوري توغندي ویشتل کېږي چې ولسي وګړو ته زیان رسوي نو ځکه یې خلکو ته د سیمې پرېښودو ویلي.

د کلیو اوسېدونکي وايي، هلته شاوخوا ۸۰ کورنۍ اوسي چې اوس یې د کورونو پرېښودل پیل کړي او خپلوانو کره ځي.

چارواکي وايي، دوه ورځې مخکې هم د ډېورنډ کرښې له هغې خو یو توغندی ویشتل شوی وو چې پکې یوه ښځه وژل شوې او یو ماشوم ژوبل شوی وو.

څو میاشتې مخکې هم پاکستانیو امنیتي سرتېرو په خیبر کې د ډېورنډ له کرښې سره عملیات او نښتې کړې وې او پکې یې د وسله والو د وژنو دعوه کړې وه.

افغان چارواکو او وسله والو لا پر دې موضوع څه نه دي ویلي.

لوی شلمان د ننګرهار ولایت له لالپورې ولسوالۍ سره لګېدلی دی.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG