د لاسرسي ځای

کلات - د زابل چارواکي وايي، په شاه جوی ولسوالۍ کې د وسله والو په برید کې ۲۰ پولیسان وژل شوي او یو شمېر ټپيان دي.

والي بسم الله افغانمل د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، وسله والو د یکشنبې پر شپه ناوخته په مرکز کلات، دای چوپان او شاه جوی ولسوالۍ کې هممهاله ډله ییز بریدونه هم کړي دي.

ده وویل، افغان ځواکونو وسله وال په شا تمبولي.

ده وویل، په شاه جوی کې افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې او په دای چوپان کې هم ځېنې پولیسان ټپيان دي.

د ولایت چارواکي وايي، په دې بریدونو او نښتو کې وسله والو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې ورنکړ.

د زابل والي افغانمل زیاتوي چې د مرکز کلات پر ځېنو دولتي تاسیساتو شاوخوا ۴۰ توغندي ویشتل شوي دي چې مالي زیانونه یې اړولي.

د دې حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

زابل د افغانستان له هغو جنوبي ولایتونو څخه یو دی چې پکې له تېرو څو کلونو راهیسې امنیتي حالات خراب دي او پکې د وسله والو ضد عملیات هم روان دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG