د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کواټ کې څلور پولیسان وژل شوي


پېښور - په کواټ کې وسله والو پر پولیسو برید کړی.

د کواټ پولیسو ویاند فضل نعیم د یکشنبې پر سهار مشال راډیو ته وویل، دا برید د اتوار پر شپه ناوخته هغه وخت شوی چې د لاچۍ د پولیسو مشر خان الله او یو تاڼېدار طاهر محمود له خپلو دوو ساتونکو سره تاڼې ته روان ول. ده وویل، دې پولیسو تر دې مخکې په کمالخېلو کې پر یوه کور چاپه وهلې وه.

پولیس وايي، په پېښه کې دواړه سرتېري عابد او تنویر هم وژل شوي.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار منلې.

په پاکستان کې د ګزمې پر وخت د پولیسو پر ګاډو وسله وال بریدونه کېږي چې پکې له څو کلونو راهیسې لسګونه پولیسان وژل شوي او ژوبل دي.

کواټ د خیبر پښتونخوا له جنوبي ولسوالیو څخه یوه ده او د لاچۍ سیمه د کواټ – کرک پر لویه لار پرته ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG