د لاسرسي ځای

تازه خبر

له عبدالرحیم مندوخېل سره د مشال راډیو ځانګړې مرکه


عبدالرحیم مندوخېل وايي چې پښتنو د پاکستان په سیاست کې تر ټولو زیاته قرباني ورکړې خو د فیصلو پر وخت ورته هغسې ونډه ورنکړل شوه چې څومره یې مبارزه کړې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستیال مشر عبدالرحیم مندوخېل له مشال راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د خپل وړوکوالي، تعلیم او سیاسي ژوند په اړه خبرې کړې دي. دی وايي، چې د ږوب ضلعې د شنه غره په لمن کې پروت اومږې کلی کې زیږېدلی دی.

تعلیم یې د ږوب په لوی سکول کې حاصل کړي او بیا یې (بې اې) د کوټې له ساینس کالج څخه کړې او وروسته یې له پېښوره په وکالت کې (اېل اېل بي) کړې ده.

دی وايي چې د پښتنو ټولو دویزه لوبو لکه هېنډه، سخی، کبډي، بډۍ، بېتي او دغه ډول اتڼونو کې برخه اخیستې ده.

نوموړی وايي، په ۱۹۵۷ م کال یې په کوټه کې د ملتپال سیاستوال خان عبدالصمد خان اڅکزي د ورور پښتون تحریک کې د طالبعلم په توګه په سیاست کې برخه اخیستې.

عبدالرحیم مندوخېل وايي چې پښتنو د پاکستان په سیاست کې تر ټولو زیاته قرباني ورکړې خو د فیصلو پر وخت ورته هغسې ونډه ورنکړل شوه چې څومره یې مبارزه کړې ده.

د اوسنیو سیاسي حالاتو په اړه عبدلرحیم مندوخېل وايي چې د پښتنو پر خاوره د نړیوالو ترهګرو اډې جوړې شوې او اوس ټولې نړۍ ته معلومه ده چې اصل ستونزه چیري ده.

عبدالرحیم مندوخېل وايي، د پښتنو ځوانان باید د روښاني تحریک کتابونه ولولي. د رحمان بابا او د خوشال خان خټک دیوانونه باید په کور کې د لوستلو لپاره ولري. دی وايي، خوشال خان خټک د پښتنو یو خیالور (ايډییل) مشر دی.


د پښتنو ملتپالو ګوندونو د پیوستون او یووالي په اړه عبدلرحیم مندوخېل وايي چې دا دتاریخ غوښتنه ده چې د خپلو مسلو په سمه توګه ادراک وکړي او خپلو کې یو لاس شي.

نوموړی وايي، په موسیقي کې یې چغاکه او رباب دواړه خوښېږي.

په ۲۰۱۱م کال کې له عبدالرحیم مندوخېل سره په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال راحیل خان مرکه کړې او له نوموړي سره یې د ژوند پر بېلا بېلو اړخونو خبرې کړې دي.

له عبدالرحیم مندوخېل سره د مشال راډیو مرکه لاندې د غږ په ځای کې واورئ

له عبدالرحیم مندوخېل سره د مشال راډیو ځانګړې مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG