د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان له تعلیمي نصابه دې کرکجن مواد و ایستل شي"


کتابونه
کتابونه

د خېبرپښتونخوا د نصابي کتابونو د بورډ پخوانی مشر ډاکټر فضل رحیم مروت وايي د سکولونو نصاب داسې پکار دی چې نوي کول ته د بشر دوستۍ درس ورکوي.

پراګ: په پاکستان کې د بشري حقونو کارکوونکي وایي د تشدد دې ورستیو پیښو ته په کتو سره د دې خبرې ضرورت لا نور سېوا شوی دی چې د سکولونو په نصاب کې دې مثبت بدلون راوستل شي او هغه مواد دې لرې کړل شي چې په ممکنه توګه زده کوونکي د نفرت اړخ ته مایله کوي.

د یاد کمیشن مشر ډاکټر مهدي حسن د چارشنبې په ورځ مشال ریډیو ته په دې اړه وویل چې په نوي کول کې پرتشدد فکر سېوا کیدل د اندیښنې وړ خبره ده.

" زمونږ د سکولونو په نصاب کې داسې مواد شته چې د نفرت او تشدد اړخ ته د زده کوونکو پام اړولی شي نو مونږ له حکومته د دغو موادو د لرې کولو غوښتنه کوو. د دې تر څنګ د استاذانو تربیت هم د جدیدو تقاضو سره سم پکار دی چې د تعلیم له لارې نوی کول د نړۍ له پرمخ تللي قامونو سره سیال کړي."

دا راز د خېبرپښتونخوا د نصابي کتابونو د بورډ پخوانی مشر ډاکټر فضل رحیم مروت وايي د سکولونو نصاب داسې پکار دی چې نوي کول ته د بشر دوستۍ درس ورکوي.

"په تعلیمي نصاب کې پکار دي چې زده کوونکي له خپل تیر شوي، موجوده او راتلونکي وخت په حواله خبر کړل شي، دا راز په کورنیو، سیمه ایزو او نړیوالو ستونزو او دهغې په حل هم ځوانان پوهه کړل شي. د دې ترڅنګ زده کوونکي د جنګي سوچ فکر پرځایې امن، پرمختګ او جمهوریت اړخ ته بلل ډیر ضروري دي."

بلخوا د پیښور پوهنتون د تعلیم او تحقیق د څانګې پخوانی مشر ډاکټر وظیم خان وايي په موجوده وخت کې د درس و تدریس په عمل کې د استاد کردار هم ډیره توجو غواړي.

"که تعلیمي نصاب ډیر هم ښه وي خو چې استاد په دې د توجو ورکولو پرځایې د خپل فکر سره سم زده کوونکو ته له ځانه خبرې کوي نو هم د ماشومانو په ذهن بد اغیز کوي. دځینو استاذانو په اړه داسې شکایتونه راغلي چې ماشومانو ته د مذهبي جنونیت خبرې کوي، نو د دې مخنیوی هم ضروري دی چې د هرې یوې تعلیمي ادارې مشر دغه ډول استاذان د نظر لاندې وساتي."

د پاکستان د انساني حقونو کمیشن وايي پکار دي چې وفاقي او صوبايي حکومتونه د تشدد د مخنیوي لپاره په ترجیحي بنیادونو تعلیمي نظام ته کتنه وکړي او د نوي دور له تقاضو او موجوده حالاتو سره سم نوي کول ته تربیت ورکړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG