د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت د کانټيتر سکولونو منصوبه ختمه کړه


د خېبر پښتونخوا حکومت دترهه ګرۍ او قدرتي افتونو اغېزمنو سيمو کې کانټينر سکولونو روانه منصوبه درولې ده.

صوبايی حکومت دا منصوبه پروسږ کال پیل کړې وه.

د خېبر پښتونخوا د اېليمنټري اېنډ سېکېنډري اېجوکېشن محکمې د مطبوعاتو سلاکار نجيع الله خټک د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې په صوبه کې خراب امنيت او موسم له وجې دا منصوبه ختمه کړل شوه.

دده په وينا د نړيوال بانک په مرسته يې ازمويښتي پروژه پيل کړه وه چې يو سکول يې په لکي مروت کې جوړ کړی وو.

خو دده په خبره د جاج تر اخستو وروسته وليدل شو چې د امنيتي ستونزو او خراب امنيت له وجې دا منصوبه پر مخ وړل ممکنه نه ده.

نجيع الله خټک زياته کړه نړيوال بانک جوړ سکول د جاج لپاره صوبايي حکومت ته حواله کړ او هغه بيا پاکستان انجېنېرنګ کونسل، انجېنېرنګ پوهنتون او سي اېن ډبليو محمکې ته وويل چې د سکول د کېفيت او ظرفيت جاج دې واخلي.

چارواکي وايي، د پروژې له مخې به په خېبر پښتونخوا کې ۲۰۰ کانټينر سکولونه جوړول کېدل.
چارواکي وايي، د پروژې له مخې به په خېبر پښتونخوا کې ۲۰۰ کانټينر سکولونه جوړول کېدل.

نوموړي په وينا دغو ادارو ورته وويل چې يو خو دغه کانټينر سکول ګرم وي او بل دا چې د امنيت له پلوه هم خوندي نه وي.

د کانټينر سکولونو پروژې ته د سمارټ پروژې نوم ورکړل شوی وو چې له مخې به يې دوه سوه سکولونه جوړېدل.

د منصوبې د لګښت اټکل دوه اربه روپۍ لګول شوی وو.

د صوبې تعليم څانګه وايي، دا پېسې به اوس د زدکړو په برخه کې پر نورو کارونو لګول کېږي.

د خېبر پښتونخوا د تعليم حانګه وايي، په صوبه کې داوخت ۳۰ زره سکولونه دي.

د شوونځيو د څار يوه غيره حکومتي اداره انډيپنډنټ مانېټرنګ يونټ وايي، د صوبې ۳۵ فيصده سکولونه د بجلۍ، ۲۵فيصده پاکو اوبو او۱۲فېصده د تشناب اسانتيا او ۱۱ فيصده چار ديواري نه لري۔

XS
SM
MD
LG