د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حسیبې شهید څلورم تلین


د مې میاشتې ۱۷مه د حسیبې شهید څلورم تلین دی. حسیبه شهید چې د مشال راډیو خبریاله وه، څلور کاله وړاندې په همدې ورځ د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې په یوه ترافیکي پېښه کې اول ژوبله او بیا يې په روغتون کې سا ورکړه.

خو د حسیبې یادونه، د هغې له ژونده ډکه مسکا او احساس نن هم ژوندي دي.

حسیبه یوه داسې خبریاله او شاعره وه چې لا هم يې مينه وال ياده ساتي. مشال ريډيو ته ګڼو اوريدونکو د هغې پر مرګ د خواشينۍ پيغامونه راولېږل او په ټولنیزو مطبوعاتو کې يې د هغې انځورونه شريک کړل.

د حسیبې شهید شعر د غږ(ږغ) په ځای کې اوریدای شئ.

د حسیبې شهید درېیم تلین
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:56 0:00

د حسیبې شهید یو نظم چې د میونخ په نارنج ګل مشاعره کې يې ویلی وو.


عنوان: د زیارت کوترې

هاغه د کلي لار ده
پخوا لکه شلېدلی هار
دم په دم اېسارېدم ورته
مرۍ به مې را اخیستې
اوس لکه د مار لکۍ
بند په بند ماینونه دي
بیرته نوک نیولې شوم
د ښار پر لورمې مخه کړه
د ښار زیارت ته ورغلم
تعویذ مې له ملنګه غوښت
ملنګ په کړیکو وزل
کوترې ترې نه تللې وې
غرونه ته مې چیغه کړه
هلته وسله وال ول پټ
هلته سرې لوخړې وې
منډه مې کړه منډه مې کړه
هرې خوا ته ولاړمه
هرې خوا ته مړي وو
جوړې هدیرې دې ټول
ژوند پکې درک نه وو
منډه مې کړه منډه مې کړه
نوره مې ساه تنګه شوه
لاړم له وطنه زه
دلته وسله وال نشته
چیغه نشته غم نشته
هرې خوا ته ژوند ګورم
تیاره نشته ماتم نشته
خو ماته هر څه هرڅه شته
انې مې رایادېږي
ننې یې دلته نشته
منګۍ مې رایادېږي
ټپه یې دلته نشته
بابا مې رایادېږي
هوجره یې دلته نشته
کوترې د زیارت مې
تر سترګو سترګو کېږي!!

XS
SM
MD
LG