د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ننګرهار راديو تلويزون بريد: څلور بريدګر وژل شوي دي


د افغانستان ننګرهار ولايت چارواکي وايي په جلال اباد ښار کې شوې نښته کې څلور بريد ګر وژل شوي دي او نښته پای ته رسيدلې ده. د ننګرهار والي ګلاب منګل نن جلال اباد کې خبريالانو ته وويل چې په دې نښته کې دوه پوليسو او دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت په ننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې بريد نن خوا او شا لس نيمې بجې پيل شو. يو ځانمرګي بريد کوونکي ځان پورې چاوديدونکي مواد د ننګرهار رادیو تلويزون ودانۍ په دروازه کې وچول. د والي ګلاب منګل په خبره درې نور وسله وال بريد ګر د درې ساعته جګړې نښتې په ترڅ کې ووژل شو.

ايسو شيټډ پريس خبري اژانس د روغتيايي چارواکو له خولې ليکلي چې لږ تر لږه اتلس ټپيان د ننګرهار عامې روغتيا روغتون ته وروړل شوي چې د اکثرو حالت يې بد نه دی.

ښاغلي منګل زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د مېړانې په ښودلو سره د راډيو – ټيليويژن کارکوونکي خوندي وويستل او په دې توګه يې د لوی زيان مخه ونيوله.

ويډيو: په جلال اباد کې نښته

پر ننګرهار راديو تلويزون بريد کوونکي درې وسله وال وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:42 0:00

په پښتونستان څلور لارې کې موقعيت لرونکې دې ودانۍ سره د ننګرهار والي دفتر او د پوليسو يو ماموريت (تاڼه) هم نيزدي دي. د پېښې ځای ته غځېدلې ټولې لارې تړل شوي وي.

داعش وسله والې ډلې د دې بريد زمه واري منلې ده.

تر دې مخکې د ننګرهار ولايت چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه مختلفې شمېرې ورکړې وي.

دا بريد په دې انځورونو کې کتلی شئ

XS
SM
MD
LG