د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۴۳ سلنه ښوونځي سرپناه نه لري


د لس میلیونو افغانیو په ارزښت د جلال اباد ښار په اومه ناحیه کې د بي بي مريم د نجونو د ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. چارواکي وايي چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د زده کوونکو ستونزې تر يوه حده راکمې شي.

د جلال اباد ښار په ډرونټه کې بي بي مریم د نجونو د ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دوشنبې يا ګل په ورځ کېښوده. نوموړي د بنسټ د ډبرې د اېښودو پر مهال وویل، د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د زده کوونکو ستونزې تر یوه بريده راکمې شي، دی وايي:

(( کومه ودانۍ چې نن یې د تاداو ډبره کېښودل شوه، په دې باندې څه د پاسه لس ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د پوهنې وزارت د بوديجې نه تمويلېږي. دا به لس درسي خونې او نور ملحقات ولري. خو هغه ستونزې چې د دې لېسې زيات شمېر نجونې او صنفونه به دباندې کېناستل، انشاالله د دې ودانۍ په جوړېدو سره به دغه ستونزې رفع شي.))



د بي بي مریم ښوونخي زده کوونکي خوشاله وې چې د زده کړې لپاره ورته سرپناه جوړېږي، يوې نجلۍ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( نوم مې رخسار دی، د بي بي مریم لېسې يو ته زده کوونکي يم. موږ د دې ودانۍ په جوړېدو خوشاله یو، ځکه چې زموږ ډېرې خوېندې به له ځمکې راجيګي شي او په کوټو کې به کېنې، تر څو خپلو زده کړو ته په سمه توګه ادامه ورکړي. خو موږ هيله لرو چې زموږ ښوونځي ته ځانګړې پاملرنه وشي چې زموږ خوېندې نور هم خپل تعلیم ته دوام ورکړي.))

خو بي بي مریم لیسې مديره انجېنر شمشاد وايي چې د زده کوونکو ستونزې به هلته راکمې شي چې ودانۍ په دوه پوړونو کې جوړه شي:

(( دا اوس هم زموږ شپاړس صنفونه په ازاده هوا کې تعلیم کوي، د دې تعمير په جوړېدو يو څه زموږ ستونزې راکمېږي، خو ټوله ستونزه نه حلېږي، ځکه سږکال شپاړس صنفه دي، کال شاید اتلس، نولس شي، نو تاسو ګورۍ چې په ژمي کې يخ سيوري ته او په اوړي کې سرې ګرمۍ ته نجونې ناستې وي، نو زما هیله له والي صاحب نه دا ده چې که دا تعمير موږ ته دوه منزله شي، نو زموږ ستونزې به تر ډېره کمې شي.))



دی وايي چې د بي بي مریم ښوونځي ۱۶ کاله د مخه په رسمي توګه په فعالیت پیل کړی چې دا مهال په کې د شپېتو تنو ښځینه او نارينه ښوونکي له خوا ۳۳۰۰ نجونو ته تدریس ورکول کېږي او په زرګونه نجونې يې له دولسمو ټولګيو فارغې کړي دي.


بلخوا د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ۹۰۲ بابه ښوونخي لري چې ۴۳ سلنه يې سرپناه نه لري.

XS
SM
MD
LG