د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د امن لپاره لویه ادبي مېله


د ارشیف انځور: په پېښور پوهنتون کې د کتابونو مېله
د ارشیف انځور: په پېښور پوهنتون کې د کتابونو مېله

پراګ ـ د پېښور د خبريالانو کلتوري ټولنې او ځايي شاعرانو او ليکوالو د خېبرپښتونخوا له حکومته غوښتي چې د ترهګرۍ پر عواملو او د هغو د له منځه وړلو پر حل لارو د خبرو لپاره دې په دغه ښار کې يوه لويه ادبي مېله جوړه کړي.

دوی دا غوښتنه روانه مياشت په پېښور پريس کلب کې د يوې غونډې او مشاعرې په ترڅ کې وکړه.

د ارشیف انځور: په پېښور کې یوه کلتوري مېله
د ارشیف انځور: په پېښور کې یوه کلتوري مېله

د پېښور پريس کلب دغه غونډه د کلچرل جرنلسټ فورم په نوم د ځايي خبريالانو يو تنظيم او د پريس کلب د کلچر کمېټې لخوا په ګډه جوړه شوې وه، چې د پښتو او اردو ژبو نومياليو شاعرانو او ليکوالو ګډون پکې کړی وو.

د کلچرل جرنلسټ فورم مشر احتشام طورو وايي، د غونډې هدف د صوبې حکومت ته دا اړتيا په ګوته کول وو چې د سيمې ليکوال او دانشوران پر يوه پليټ فارم راغونډ کړي او د ترهګرۍ پېښو د عمده لاملونو په اړه د هغوی نظرونه واوري او د له منځه وړلو لپاره يې هم د هغوی پر وړانديزونو عمل وکړي.

« په داسې حال کې چې زموږ پر خاوره د ترهګرۍ پېښې روانې دي، له ادب سره تړلي کارونه هېڅ نه ترسترګو کيږي. موږ وايو داسې يوه ادبي مېله بايد جوړه کړل شي چې دانشوران او اديبان پکې سره کيني، هم د ترهګرۍ پر موضوع خبرې وکړي او خپل وړانديزونه حکومت ته ورکړي، چې څنګه کولای شو دغه ناامنه وضيعت له منځه يوسو. موږ يوه کميټي جوړه کړې چې د ادبي مېلې پر موضوع به له حکومت سره خبرې کوي او پروګرام ته به حتمي شکل ورکوي.»

د پېښور پوهنتون استاذ اباسین یوسفزی
د پېښور پوهنتون استاذ اباسین یوسفزی

د پېښور پريس کلب غونډه، چې د پسرلنۍ مشاعرې په نوم جوړه کړل شوې وه، د پېښور او شاوخوا شاعرانو خپل شعرونه پکې واورول.

د پېښور پوهنتون استاذ او د پښتو نوميالی شاعر، ډاکټر اباسين يوسفزی هم د غونډې له ګډونوالو څخه و. نوموړی وايي، پښتون شاعر او فنکار تل د مينې او امن پيغام خپور کړی او دغه رول يې ټولنې منلی هم دی. له مشال راډيو سره په خبرو کې يوسفزي يوارې بيا د خېبرپښتونخوا له حکومته وغوښتل چې په پېښور کې د يوې لوی ادبي ميلې جوړولو کار ته حاضر شي.

« اديبان غواړي چې يو ميږی قدرې هم څوک ازار نه کړي. دا رقم جذبې يوازې له تخليق کارانو او فنکارانو سره وي، زموږ دغه غوښتنه چې يوه ادبي مېله وشي او پکې د امن، مينې او وروګلوۍ په حواله خبرې وشي، که ومنل شي نو ډېر ښه اثر به وکړي. د مېلې د ګډونوالو او د هغې د خبرو د اوريدونکو او لوستونکو جذبې به زموږ له هغو سره ملګرې شي. زه دا ګڼم چې حکومت بايد د مېلې جوړولو کار ته ملا وتړي.»

د خېبرپښتونخوا په حکومت کې د کلتور محکمې د ژبې او ادبياتو له څانګې سره د يوه سلاکار په توګه کار کوونکی، د خېبرپښتونخوا د مردان يو قانونپوه او مدني فعال اکبر هوتي وايي، حکومت وار د مخه په پېښور کې يوې ادبي مېلې جوړولو ته تيارۍ نيولي.

اکبر هوتي له ګلزار عالم او احتشام طورو سره
اکبر هوتي له ګلزار عالم او احتشام طورو سره

د هوتي په خبره، ډېر امکان دی چې دغه مېله په راتلونکې جون مياشت کې جوړه شي.

« موږ د (پشاور لېټرري فيسټېول) په نوم د يوې ادبي مېلې جوړولو لپاره تيارۍ نيولي دي. کلچر ډيپارټمنټ په پام کې لري چې دا فيسټېول په جون مياشت کې وکړي. له همدې رقم سرګرميو له لارې موږ غواړو د امن خبره وکړو. همداراز وګورو چې د ترهګرۍ او تاوتريخوالي پېښو پر ضد زموږ اديبان او فنکاران څومره مهم رول لوبولای شي؟ نو پر دې او ورته نورو موضوعاتو به په ادبي مېله کې خبرې وشي.»

د پېښور پريس کلب د غونډې او مشاعرې برخوالو شاعرانو او ليکوالو ځايي خبريالانو ته ډاډ ورکړ چې د ادبي مېلې راجوړولو په چارو کې به د هغوی ملګرتيا وکړي.

XS
SM
MD
LG