د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمعیت علما اسلام پر کاروان چاودنه، ۲۵ مړه، ۴۲ ژوبل


د جمعيت علماى اسلام ګوند يو مشر سناتور عبدالغفور حيدري نن د کوټې ښار جنوب لور ته په مستونګ سيمه کې په يوه ديني مدرسه کې د زده کوونکيو د دستاربندۍ په غونډه کې تر ګډون وروسته د جمعې له لمانځه را وتلى وو او په موټر کې د روانېدو په حال کې وو چې يوه زوروره چاودنه ورباندې وشوه.

چاودنه دومره زوروره وه چې حيدري په قافله کې ولاړو موټرو ته يې سخت زيان ورساوه او تر شپېتو زياتو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د مستونګ سيمې مرستيال کمېشنر صلاح الدين نورزى وايي، په چاودنه کې تراوسه ۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ٣٥ کسان په‎کې ټپيان شوي دي، خو وايي تراوسه دا څرګنده نه ده، چې دا به ځاى پرځاى شوى بم وو او که به ځانوژونکى بريد وي:

"د بم خنثى کولو ډله او نورکارپوهان د چاودنې په اړه پلټنې کوي، خو تراوسه چې کوم شواهد ترلاسه شوي داسې ښکاري چې دا ځانوژونکى بريد دى. په چاودنه کې تراوسه ٢٥ کسان مړه دي او ٣٥ زخميان دي، د پينځلسو حالت پکې نازک دى، حيدري صاحب برسېره ټپي شوى وو چې دستي مو د کوټې نظامي روغتون ته ورساوه."

په چاودنه کې وژل شوي او ټپي کسان سمدستي د مستونګ سيمې حکومتي روغتون ته يووړل شول چې په هغوى کې د پينځلسو تنو حالت مرګونى وو او هغوى د کوټې ملکي او نظامي روغتون ته راوړل شوي دي. مولانا عبدالغفور حيدري هم د درملنې لپاره په يوه هلیکوپټر الوتکه کې د کوټې نظامي روغتون ته راوړل شوى دى.

مولانا غفورحيدري د بلوچستان د بلوڅ مېشتې سيمې قلات اوسېدونکى دى چې دا مهال د پاکستان د سنا يا مشرانو جرګې مرستيال مشر دى. نوموړى يو منځلارى سياستوال بلل کېږي او تراوسه ورباندې داسې وسله‎وال بريد نه وو شوى.

په چاودنه کې وژل اکثر عام خلک دي چې ډېری پکې د جمعيت علماى اسلام ګوند غړي او ځيني هغه ځوانان دي چې تازه له ديني زده‎کړې فارغ شوي او د فراغت پګړۍ يې تړلې وې.

د دې بريد مسؤليت لا تراوسه کومې وسله‎والې ډلې نه دى منلى.

د يادونې وړ ده چې د جمعيت علماى اسلام ګوند پر مشرانو پخوا هم په وار- وار وسله‎والې حملې شوې دي.

په ٢٠١٤میلادي کال کې د دې ګوند پر مشر مولانا فضل الرحمن باندې هم په کوټه کې ځانوژونکى بريد وشو چې دوه کسان پکې و وژل شول او ګڼ نور پکې ټپيان شول، خو خپله هغه ته پکې کوم زيان ونه رسېد.

XS
SM
MD
LG