د (هارون باچا هنري ګړۍ) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ په خپرونه کې د بلوچستان د کوټې د يوه ځوان او پېژندل شوي سندرغاړي طاهر فېروز خبرې او د هغه څو سندرې اورئ.
فېروز په پښتو ادبياتو کې ماسټري لري او هم په کوټه کې د خپلې رسمي دندې ترڅنګ خپل هنري کارونه هم مخ ته وړي.
خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
-
هارون باچا
هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو خبریال دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي.