د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتو، بلوڅي، سیندي او پنجابي ملي ژبې ګرځول کېږي


کوټه: په ۲۰۱۵م کال د پښتو ژبې پر ارزښت په کوټه کې نړیوال کنفرانس
کوټه: په ۲۰۱۵م کال د پښتو ژبې پر ارزښت په کوټه کې نړیوال کنفرانس

د پاکستان سېنېټ یوې قایمه کمېټۍ د سیمه ییزې ژبو، ملي ګرځولو لپاره آئیني ترمیمي بل منظور کړ او د وروستۍ منظورۍ لپاره يې سېنېټ ته استولی دی.

د شورو ورځې ماځیګر په اسلام آباد کې د قایمه کمېټۍ چېرمېن سېنېټر محمد جاوېد عباسي په مشرۍ د قانون او انصاف لپاره د سېنېټقایمه کمېټۍ غونډه کې د سېنېټرې سسي پليجو او د سېنېټر مختیار احمد ډامرا لخوا علاقايي ژبو ته قامي درجه ورکولو د ۲۰۱۶م کال آئیني ترمیمي بل منظور کړ.

پر دې مهال پښتو، پنجابي، سېندي او بلوڅي ژبې ملي ورګرځول شوې او نورې اووه ژبې چېپکې سراییکي، براهوي او هندکو شاملې دي له قامي ژبو واېستل شوې.

د یادې کمېټۍ غړي سېنېټر محمد علي خان سېف د غونډې په اړه ل نو هغه وویل چې دوی غوښتل چې د پاکستان ټولې سیمه ایزې ژبې قامي ژبې وګرځول شي خو ځینو غړي یې مخالفت وکړ.

د قانوني چارو شنونکی، لیکوال او وکیل اکبرهوتي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل که چېرې دا بل له پارلېمانه هم منظور کړل شو نو دا به له نورو ژبو سره سره پښتو ژبې ته هم ډېره ګټه ورسوي.

اکبر هوتي وویل دستور د ریاست او د ولس ترمنځه یو کښلی او لیکلی تړون وي نو کله چې یو عمل د آئین برخه وګرځي نو مطلب يې دا شو چې دا د قانون او آئین برخه شوه او دا د خلکو لپاره ضروري شوه. له پخوا راهیسې سیندیانو، بلوڅانو او پښتنو غوښتنه کوله چې ژبو ته دې قامي حیثیت ورکړل شي.

د سېنېټ قایمه کمېټۍ تر منظورۍ وروستو به دا بل سېنېټ ته ولېږل شو او له هغه ځایه تر منظورېدو پس به قامي اسمبلۍ ته استول کېږي او بیا به د پاکستان ولسمشر لهلاسلیکېدو سره سم د آیین برخه وګرځي.

XS
SM
MD
LG