د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په ۲۰۱۶ کال د بې درکه کړل شوو کسانو شمېر ډېر زیات وو


د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي چې په ۲۰۱۶م کال کې د بې درکه کړل شویو کسانو شمېره د تېرو شپږو کالو په مقابله کې تر ټولو زياته وه خو زیاتوي چې د ترهګرۍ په پېښو کې نېږدې ۴۵ فیصده کمی راغلی دی.

په خپل کلني راپور کې ياد کمېشن وايي چې يواځې په ۲۰۱۶م کال کې ۷۲۸ کسان بې درکه شوي دي او د دې ترڅنګ د غېرت په نامه تر ۵۰ زياتې ښځې وژل شوي دي.

په راپور کې دا هم ويل شوي چې په ۲۰۱۶م کال کې له ماشومانو سره د جنسي ځورونو تر څلور زرو زياتې پېښې رامنځ ته شوي دي.

د بشري حقونو کمېشن په خپل کلني راپور کې ويلي چې پروسږ کال د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکي درې غړي شپږ خبريالان او يو بلاګر د وژلو او نور داسې خبرونو خپرېدو د رسنيو لپاره ويره زياته کړه د څه له وجې چې رسنيو کې پخپله د ځيني خبرونو نه ځان ساتلو کې زياتوالی راغلی دی.

د راپور تر مخه پر لږکيانو و په شویو حملو کې د مختلفو څانګو پوهان په نښه شوي چې پکې د احمدي ټولنې درې ډاکټران هم شامل دي.

د کمېشن رپورټ وايي چې د ۲۰۱۵ م کال په پرتله په ۲۰۱۶ م کال کې د ترهګرۍ په پېښو کې ۴۵ فېصده کمی راغلی خو هم دې سره سم ۲۱۱ حملو کې ۴۸ فېصده حملو کې سيکورټې فورسز او قانون نافذ کوونکې ادارې په نښه شوي.

د رپورټ مطابق د مذهب سپکاوي په تور کې د ۱۵ کسانو خلاف مقدمې درج شوې دي چې پکې دوو مسلمانانو او دوو عيسايي وګړیو ته د مذهب سپکاوي په جرم کې سزاګانې اورول شوي.

د بشري حقونو کمېشن په ملک کې د ښځو د حقونو لپاره جوړ شوي قانونونه ستايلي خو ورسره يې دا هم ويلي چې دقانون باوجود په ملک کې پر ښځو د زياتي کېسونو کې کمی نه دی راغلی.

د ياد رپورټ تر مخه ۲۰۱۶م کې ۲۵۰۰ ښځې د مختلف تشدد ښکار شوې دي.

د بشري حقونولپاره کار کونکې ثمر من الله مشال رېډيو ته ووېل چې تر څو په ملک کې په قانون عمل نه کېږي نو تر هغو به انساني حقونه تر پښو لاندې کېږي.

ځکه چې مجرم له سزا خلاص وي نو دا یوه بل کس ته پیغام ورکوي چې څه دې زړه غواړي هغه کوه، ولې سزا خو هسې هم نه شته. او بل له بده مرغه پر ښځو او ماشومانو په تشدد کېس کې ککړ کسان اکثره د پوليسو لاس ته نه ورځي.

په رپورټ کې د ماشومانو سره د زياتي په اړه هم اندېښنې ښودل شوې دي او پکې ويل شوي چې پروسږ کال تر څلور زرو زيات ماشومان د جنسي تېري په ګډون د نورو ځورونو ښکار شوي دي.

په راپور کې د يادو مسلو نه علاوه د نورو بشري حقونو مسلېهم په ګوته شوي چې پکې ويل شوي چېتعليم،صحت او نورو شعبو کې د بنيادي بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي.

XS
SM
MD
LG