د لاسرسي ځای

وزيراعظم نواز شريف په څلور ورځنۍ دوره چين ته ځي


د پاکستان وزير اعظم ميا نواز شريف په چين کې نړيوال کانفرس کې ګډون لپاره د جمعې په ورځ بيجینګ ته ځي. د وزيراعظم هاوس يوه وياند مشال راډيو ته وويل چې نواز شريف د چين ولسمشر شي جنپینګ په بلنه روان دی.

وزير اعظم به په بيجینګ کې ((يوه پټۍ يو سړک)) سرمشریزه کې هم ګډون کوي.

په سرمشريزه کې د ۲۸ هېوادونو او د پنځوسو نړيوالو سازمانونو مشران ګډون کوي.

د چين بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چې د وزيراعظم نوازشريف ګډون به په اقتصادي همکاري کې نوره مرسته هم وکړي.

د دې دورې په اړه د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون د اقتصادو استاد ډاکټر معراج الحق هيله څرګندوي چې دا به يوه کاميابه دوره وي ځکه چې په تېرو وختونو کې د امنيت د بدې وضعې له کبله هېچا هم په پاکستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کولو خو موجوده حکومت د چين په مرسته د سيپېک غوندې د اربونو ډالرو سرمايه کاري دلته راوړله خو نوموړی دا ټول ګامونه د موجوده حکومت لپاره يو ازمویښت هم بولي.

د سيپېک ترڅنګ په پاکستان کې د سرمايه کارۍ موقعې او بيا هېواد ته ورپېښو ننګونو په اړه ډاکټر معراج الحق وايي، اوس هم داسې قوتونه شته چې په پاکستان کې د راتلونکې پانګونې او په خصوصي توګه په سيپېک تحفظات لري چې د نوموړي په خبره د تر شا له معاشي ګټو سره سره سياسي ګټې هم دي.

د معراج الحق په وينا چې د نړيوالو قوتونو داسې خطرې شته پاکستان او چين دواړه دې ته اړ کړي چې په پانګونې (سرمايه کارۍ) او ګټو کې خپل ټول قوتونه مصرف نه کړي کومه چې د دواړو هېوادونو لپاره يوه ننګونه ضرور ده.

د وزير اعظم نوازشريف د دې څلور ورځنۍ دورې په اړه د پاکستان سرکاري رېډيو د چين خارجه وزارت د وياند جنګ شوانګ په حواله وايي چې د وزيراعظم نوازشريف د چين له دورې او په غونډه کې د ګډون له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکې نورې هم سېوا شي.

XS
SM
MD
LG