د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: جنګ ځپلو کورنيو سره مرستې وشوې


د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د يو این ماس په مرسته ۵۷ هغو کورنيو باندې چې په دې وروستيو جنګونو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي او يا هم ټپيان شوي، د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رياست د يو اين ماس نړيوالې موسسې په مرسته په هغو ولسي وګړو چې د جنګ په طرف کې واقع نه وي او د جنګونو له امله متضرره شوي وي، د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وویشله.


د ننګرهار د کار او ټولنېزو چارو ریاست مشر عبدالحکيم شېرزاد د مرستو د ويشلو پر مهال مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: هغه کورنۍ چې غړي يې په دې وروستيو جنګونو کې ټپیان شوي وي، وړه مرسته چې خوراکي توکي په کې شامل دي ورکول کيږي او هغو کورنيو ته چې د جنګونو له امله يې د کورنۍ غړي وژل شوي وي، لویه مرسته چې ريکشې دې، ورکول کيږي:

(( د وروستيو جنګونو څخه متضرره کورنيو سره دوه نوعه مرسته کېږي چې يوه يې عاجله مرسته ده چې په دې کې ۳۸ کورنۍ دي چې يوې کورنۍ ته د ۲۴۰ ډالرو په ارزښت د خوراکي مرسته ده. له دې سره څنګ کې هغو کورنيو ته چې د هغوې د ضرر اندازه زیاته وي، ۱۹ کورنيو ته لویه مرسته ویشل کېږي چې ۱۳ عرادې هندي ريکشې او پينځه يې اشترينګي ريکشې دي. دا د کورنيو غوښتنه وه چې ویل يې دوی له دې کار سره خودکفاه کېږي.))



هغوی چې د جنګونو له امله متضرره شوي ول، خوشاله و چې مرسته ورسره کېږي، خو له حکومت نه د نورو مرستو تمه هم لري. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( نوم مې صالح محمد دی. په غني خېلو ولسوالۍ کې د حکومت او طالبانو تر منځ جګړه وه، هوايي ګولۍ راغله او زما زوی پرې ولګېدو. اوس چې دا مرسته راسره کېږي، خوشاله يو خو باید چې نورې مرستې هم له موږ سره وشي.))

(( شفیق الله مې نوم دی د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي یم. زما ورور دهقان و، په پټو کې يې د شپې اوبه لګولې وې، خارجيانو پرې د پاسه بم راواچاوه او شهيد يې کړ. بيا موږ حکومت ته عرض وکړو، اوس يې راته دا هندي ريکشه راکړه او موږ به پرې هغو یتیمانو ماشومانو ته حلال رزق پيدا کوو.))

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رياست چارواکي وايي چې د تېرو دريو کلونو راهيسې په جنګونو کې متضرره شوي زرو کورنيو سره ورته مرستې کړي او زیاتوي چې دې کورنيو ته به د کار او ټولنیزو چارو رياست د اوږدمهاله مرستو کوپن هم جوړوي او هغه کورنۍ چې د يتیمو ماشومانو سرپرستي يې له وسه پوره نه وي، دوی يې په روزنتونونو کې جذبوي او په وړیا توګه ورته د زده زمينه او د اوسېدو لپاره ځای برابروي.

XS
SM
MD
LG