د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې د پوښتورګو خرڅولو یوه لویه ډله نیول شوي


د پاکستان وفاقي تحقیقاتي اداره اېف اې ای وایي چې په پنجاب صوبه کې د پوښتورګو اېستلو او د خرڅولو غېر قانوني کاروباریانو او په خېبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو یوې ډلې پرضد ګامونه پورته کړي دي.

د یادې ادارې په وینا چې د سېشنبې په ورځ یې یو بله ډله هم د پنجاب په سیالکوټ ضلعې کې نیولي چې پکې د لاهور ډاکټران او غېر ملکي ایجنټان شامل دي.

مشال راډیو ته د وفاقي تحقیقاتي ادارې د لاهور څانګې ډپټي ډارېکټر جمیل احمد خان میو وویل چې په پنجاب، خېبر پښتونخوا او د پاکستان ترواک لاندې کشمیر کې د پوښتورګو اېستلو او د خرڅولو غېر قانوني کاروبار کېږي.

د ده په وینا چې په لاهور او سیالکوت کې دغه ډلو پرضد یې د بدن اعضاو د پیوند کاري او د ورکولو قانون د ۲۰۱۰م کال کې پیل کړي او دا یې د ملک نورو برخو ته هم غځولې ده.

“تر اوسه موږ په دې غېرقانوني کاروبار کې ککړ اته کسان نیولي دي. په دې کې ډاکټران، د طبي تعاون ډلې، اېجنټان او یو شمېر د بهر هېواد اېجنټان هم شامل دي. د عرب ملکونو خلک راځي او دلته پوښتورګي لګوي. څوک د غربت له وجې خپلې ګردې یو لاکاو یا یو لاک ۵۰ زرو پورې خرڅوي او نور هغه خلک دي چېوتښتول شي او د تښتولو وروسته یې پوښتورګي وېستلی شي او بیا ورلې سترګي پتي کړي او چرته یې پرېږدي”

د اېف اې په وینا چې په سیالکوټ کې نیول شوی ډلې به د متحده عرب اماراتود پوښتورګو ناروغان پاکستان ته راوستل او په دوی به یې پوښتورګې خرڅولی.

تېره میاشت د پاکستان قامي اسمبلۍ د قامي روغتیا د خدماتو قایمه کمېټې ته د قامي اسمبلۍ او د بشري حقونو د کمیټې مشر بابر نواز خان لخوا ویلي شوي وو چې یو منظمه ګېنګ په راولپنډې او اسلام اباد کې په غېر قانوني توګه د پوښتورګو د وېستلو او د خرڅولو کاروبار کې ککړ دی او دې لړ کې حکومت ګامونه نه وچتوي.

XS
SM
MD
LG