د دغه ولایت د هماهنګي ځواکونو قوماندان الوزي احمدي مشال راډيو ته ویلي چې د پروان د عیدګاه مسجد په مدرسه کې یو بم ځای پر ځای شوی و چې په چاودنه کې يې مولوي عبدالرحیم شاه اغا وژل شوی او د مدرسې پنځه شاګردان ټپيان شوي دي.
د ده په خبره پېښه سهار نېږدې اته بجې رامنځته شوې ده.
تر دې دمه د دې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.
بلخوا د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پروان د علماوو شورا د رئیس وژنه وغندله.
د جمهوري ریاست له لوري نن (سېنشبه) په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ترهګري ډلې دیني او بشري حقونو ته درناوی نه لري.
د سېشنبې په سهار د پروان ولایت د عیدګاه په دولتي مدرسه کې د چاودنې له امله مولوي عبدالرحیم حنفي چې په شاه اغا مشهور ووژل شو او د مدرسې پنځه زده کوونکي ټپیان شول.
د اجرائیه ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې هم امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه شوې چې د دغې پېښې هر اړخیزه پلټنه وکړي.