د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ډیورنډ کرښه پاکستانیو او افغان ځواکونو اوربند کړی


پر ډویرنډ کرښه د سپین بولدک هغه کلی چې نن د مې پر پينځمه نېټه د جمعې ورځ نښته پکې وشوه
پر ډویرنډ کرښه د سپین بولدک هغه کلی چې نن د مې پر پينځمه نېټه د جمعې ورځ نښته پکې وشوه

پر ډیورنډ کرښه د چمن او سپین بولدک ترمنځ پرتو دوو کلیو لقمان او نظر کې د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۶۷ تنه ژوبل دي. وروستي راپورونه وايي چې دواړو غاړو خپلو کې ډزبندي کړې.

په چمن کې د ډیوې راډيو خبریال په خپل راپور کې د چارواکیو له خولې وايي د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ په ډزو کې پاکستاني لوري ته ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ژوبل شوي دي. وړاندې پاکستانیو چارواکو ویلي ول د دوی څلور ملېشه سرتېري هم ژوبل دي.

پر ډیورڼد کرښه نښته: ژوبل یې چمن روغتون ته وړل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:25 0:00

د پاکستان بهرنیو چارو دفتر ویاند نفیس ذکریا او د پوځ ویاند مېجر جنرال عبدالغفور ویلي د سرشمیرنې خبر یې د وړاندې څخه افغان چارواکو ته ورکړی و خو بیا هم افغان ځواکونو د دوی پر لوري په عامه ابادۍ ډزې کړي.

خو افغان ځواکونو بیا دریځ خپل کړی چې پاکستان په کومو کلیو کې سرشمېرنه کوله هغه د افغانستان په حد کې راځي.

د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق د ازادي راډیو خبریال صادق ریښتیني ته وویل چي د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کي د پاکستانيو ملېشو او سرحدي پولیسو ترمنځ په نښته کي یوه میرمن او دوه سرحدي پولیس وژل سوي یوولس سرحدي پولیس او څوارلس ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

"پاکستاني لوري د افغانستان په خاوره کې سرشمېرنه کوله''
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:50 0:00

د قومندان په وینا د لقمان او نظر کلى د افغانستان سيمه ده خو پاکستانيو ځواکونو غوښتل چې هلته سرشمېرنه وکړي.

جنرال رازق وايي چی دوى د افغان کمشنرۍ له لارې پاکستاني لوري ته خبر ورکړى و چي په دغه سیمه کي دي سرشمېرنه نه کوي خو هغوى نن د جمعې ګهیځ وختي له پوځي موټرو سره راغلي ول او پر افغان ځواکونو يې ډزې پيل کړې.

د قومندان په وینا افغان ځواکونو له مجبورۍ څخه له ځانه ددفاع په موخه ځوابي بريد کړى.

د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ په نښته کې یوه ګوله په سپین بولدک کې پر یوه کور لګېدلې
د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ په نښته کې یوه ګوله په سپین بولدک کې پر یوه کور لګېدلې

د دغه جګړې له امله د دوستۍ دروازه و تړل سوه او د جګړې له سيمې تر زرو پورې کورنۍ بې ځايه سوېاو خوندي سيمو ته يې ځانونه رسولي دي.

دغه کورنۍ چې ډیره برخه یې د کندهار، سپین بولدک ولسوالي بازار ته راغلي وايي په کورونو کې یې ټول سامانونه پاته سول یوازې یې سرونه خوندي سیمو ته وړي.

XS
SM
MD
LG