د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘د افغان ځواکونو وسلې پر وسله والو پلورل کېږي’


د کاپیسا والي دعوه کړې چې پر وسله والو د افغان امنیتي ځواکونو وسلې او نور سامانونه پلورل کېږي.

سید احمد خالد د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې داسې کسان شته چې خپل مهمات پر وسله والو خرڅوي:

((له امنیتي ځواکونو مې هیله ده چې باید ښه ځیر شي، ځکه چې د دوی په لیکو کې به داسې کسان وي چې د پیسو تر لاسه کولو لپاره خاینانه کارونه کوي او مرمۍ دښمن ته ورکوي.))

په تېره فبرورۍ کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانز-مایکل مېلبېن پر وسله والو طالبانو د افغان امنیتي سرتېرو د وسلو او سامانونو پر ممکنه خرڅلاو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې ول چې له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه به یې څېړنه وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې پر وسله والو د وسلو خرڅولو دعوه کېږي. تېر کال د بادغیس ولایت د ملي امنیت ریاست هم پر دې تور د امنیه قومندانۍ د اتو افسرانو د نیولو خبر ورکړی وو.

افغان حکومت د کاپیسا د والي تازه ادعا په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG