د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا شخصي اسکولونو څارنې لپاره نوې بل منظور کړل شو


د خېبر پښتونخوا کابينې د شخصي اسکولونو څارنه د يو ترتيب تر لاندې راوستلو او د دې د قواعد وضوابطو ټاکلو لپاره د یو ريګولېتري ادارې جوړولو بل منظوري ورکړې.

د خېبر پښتونخوا تعليم محکمې تر مخه دا بل د قانون او بشري حقونو محکمو سره له مشاورته وروسته کابينې ته وړاندې کړل شوی دی.

د بل مطابق د شخصې سکولونو ادرې مشري به د سيکينډري ا ينډ ايلمنټري ايجوکېشن صوبايي وزير کوي.د ادارېپه نورو غړيو کې به تعليم محکمي او د خزانې محکمي سيکټريان شامل وي.

په اداره کې به د تعليم دووه ماهرين تر درې کالو مودې لپاره ټاکل کېږي.

له دې علاوه په اداره کې به د شخصي سکولونو څلور غړي او د ميندو پلارانو لخوا دوه کسان شامل وي.

د بل تر مخه د ريګولېټري ادارې کار به د شخصي سکولونو رجسټر کول، يو ترتيب لاندې راوستل،د اسکولونو په نصاب او په غېر نصابې هلو ځلونظر ساتل او په هر سکول کې به د درجه بندۍ په بنياد فيسونه ټاکل وي.

د تفصيلاتو تر مخه جوړ کړل شوی ادارې به د سکولونو استادانو کم نه کم تعليم او د هغوي د نوکریو او د تنخګانو لپاره طريقه کار جوړ وي.خو د پاکستان شخصي سکولونو تنظيم د خېبر پښتونخوا جنرل سيکرټري محمد سرفراز د صوبايي حکومت دا فيصله رد کړې ده او دړکه يې ورکړې که چرې حکومت دا بل قانون جوړ کړو نو ټول سکولونه به بند کړي.

د ده په وینا حکومت شخصي سيکټر خرابول غواړي او د تعليم شرح ښه کول نه غواړي.

(( موږ به په دې احتجاج کوو او چې دوی دا شان خپلې فيصلې په موږ نافذ کوي نو دا سکولونه به بند کړو او دوی له به چابيانې ورکړو چې واخلۍ اوس يې خپله چلوۍ۔موږ په دې شرايطو او ضوابطو سکولونه نه شو چلولې۔د استادانو بهرتي کولو ،د فيس ټاکلو اختيار موږ نه اخلي،د آډټ خبرې کوي۔موږ خو وايو چې څارنه دې وي طريقه کاردې وي خو داسې نه ده چې زموږ خپې لاسونه دې وتړي او وايي دې چې دا اصول او قواعد دي په دې به عمل کوي))

خو بل خوا د خيبر پښتونخوا صوبايي وياند مشتاق غني په پېښور کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل که په بل د سکولو او تنظيمونو ته اعتراض وي نو په دې اوس هم دوی سره د خبرو اترو کولو ګنجايش شته او له دوی سره به خبرې اترې کېږي.

(( لومړۍ هم له دوی سره خبرې اترې شوې دي او د شخصي سکولونو او د دوی د تنظيمونو چې کوم تځفظات وو هغه د لړې کولو هدايات هم وزير اعلی جاري کړي وو د هغې وروسته دا بل کابينې کې وړاندې شوې دي۔دا بل خو اوس صرف کابينې نه منظور شو دا به اسمبلۍ نا منظورېږي نو په دې هلته نورې خبرې اترې همکېدی شي))

ياده اداره به هغه شرایط او ضوابط هم جوړه وې د څه تر لاندې به چې شخصي اسکولونه پرانستلې شي يا تړلې شي او هم دې سره سره به د سکولونو د کارکردګۍ به جاج هم اخلي.

ادراې به د سکولونو د درجه بندۍ په لحاط فيسونه ټاکي او که يو هم سکول په فيسونو کې د اضافې کولو درخواست کوي نو ادارې ته به دا اختيار حاصل وي چې دا درخواست منظور يا رد کړي.

د کابينې نه وروسته دا بل قانون جوړولو لپاره به په صوبايي اسمبلۍ کې منظورۍ لهوړاندې کېږي.

XS
SM
MD
LG