د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکمتیار: طالبان ''وروڼه'' دې سولې ته راوګرځي


ګلبدین حکمتیار
ګلبدین حکمتیار

د افغانستان ولسمشر پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته راوګرځئ. که بې له جنګه او وژنې تاسو بله کومه کړنلاره لرئ او که رهبري لرئ را وښيئ چې ورشو او خبرې ورسره وکړو.

افغان سولې ته راګرځېدلی د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په ارګ کې د هغه هرکلي ته جوړې شوې غونډې ته خپله وینا هم د سولې له ټکیو سره پیل کړه. او ویې ویل په دې برخه کې که هر چا لږ او ډېر برخه لرلي وي د هغوی منندوی کوي

هغه وویل چې دا مهال د افغان ولس پروړاندې لویه ننګونه دا ده چې خپل هېواد ته سوله راوړي.

د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د دغه حزب له یو شمېر جګپوړو قوماندانانو سره په پنجشنبه له ننګرهاره و کابل ته ورسېد او نن د پنچشنبې ورځ د هغه د هرکلي لپاره په ارګ کې د هرکلي غونډه نیول شوې.

افغانستان: پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اوسنی ولسمشر اشرف غني، جنګسالار ګلبدین حکمتیار، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او اجریه رییس عبدالله عبدالله د هرکلي غونډې ته درومي
افغانستان: پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اوسنی ولسمشر اشرف غني، جنګسالار ګلبدین حکمتیار، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او اجریه رییس عبدالله عبدالله د هرکلي غونډې ته درومي

حکمتیار وویل، هر هغه چا چې په جنګ کې برخه اخېستې له هغوی یې غوښتنه ده چې په سوله کې هم مخکښ رول ولري. او خپل راتلونکې کهول ته یو سوله یز افغانستان په میراث کې پرېږدي.

حکمتیار وویل، افغانستان به پر نوره نړۍ غږ کوي چې خپله بدي دې افغانستان ته نه ورکډه کوي، او نه دې افغان بچیان په عراق او سوریا کې جنګ ته استوي.

نوموړي په تالار کې ناستو مخورو ته وویل که هم دلته په ټینګ هوډ سره سولې ته ژمنیتا وښودل شي لیرې نه ده چې افغانستان ته سوله راشي.

حکمتیار وویل، د دې لپاره کابل ته ورغلی چې په هېواد کې سوله ټینګه شي، بله یې هېڅ اراده نه شته او نه په حکومت کې وزارتونه غواړي. د دوی یوازنۍ هیله او هوډ په افغانستان کې سوله راوستل دي.

حکمتیار پر مشرانو غږ وکړ چې خپلې کورنۍ افغانستان ته انتقال کړي.

حکمتیار وویل، ایران او پاکستان ته به په ګډه وایو چې نور په افغانستان کې له خپلې تګلارې واړوئ، د یو بل زغملو او منلو حوصله به په رامنځ ته کوو او خپل مخالیفین به په پردیو وسلو نه ځپو. د همدغو ناسمو تګلارو له کبله بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلل.

اشرف غني: افغان ولس سوله غواړي

غونډې ته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته هرکلی ووایه، او ویې ویل، تاسو [ګلبدین حکمتیار] په داسې حال کې ارګ ته رادورمی چې همدا تېره اونۍ مو د افغانستان د ملي اردو د شهیدانو ویر کاوه او نن ستاسو هرکلی کوو.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

​څو میاشتې وړاندې دلته په کابل کې له حزب اسلامي سره مو د سولې تړون وکړ چې دا دی په ارګ کې د هغه تړون عملي بڼه وینی.

ولسمشر وویل چې د ګلبدین حکمتیار مننه کوي چې د سولې بهیر کې ورسره مل شو او له ملي پخلاینې سره یوځای شو.

اشرف غني په خپله وینا کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي مننه وکړه چې د سولې په برخه کې د پراخ رول لرلی. هغه له نړیوالې ټولنې مننه وکړه چې د سولې ملاتړ کوي.

د افغانستان ولسمشر پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته راوګرځئ.

که بې له جنګه او وژنې تاسو بله کومه کړنلاره لرئ او که رهبري لرئ را وښيئ چې ورشو او خبرې ورسره وکړو.

افغانستان: پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اوسنی ولسمشر اشرف غني، جنګسالار ګلبدین حکمتیار، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د هرکلي غونډه کې.
افغانستان: پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اوسنی ولسمشر اشرف غني، جنګسالار ګلبدین حکمتیار، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د هرکلي غونډه کې.

اشرف غني وویل، د افغانستان ټول ولس خپلو کورنیو ته په ارامه فضا کې حلاله ډوډۍ ګټل غواړي. دوی غواړي چې خپل بچیان په سوله کې زده کړو ته بوځي. او دغه موخې ته په سوله رسېدلی شو. او سوله د خدای امر دی.

ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې له ټولو وسله والو مخالیفنو وغوښت چې د حزب اسلامي غوندې سولې ته حاضر شي که نه نو رسوايي او انزواع به یې په برخه وي.

د حامد کرزي وینا

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپل وار د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته د هرکلي وینا کې وویل خوشاله دی چې ده هرکلی وايي، او په دې خو لا ډېر خوشاله دی چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره زما [کرزي] د روغې وړاندیز کړی دی.

بخوانی ولسمشر حامد کرزی
بخوانی ولسمشر حامد کرزی

​د حکمتیار هغې خبرې چې کرزی دې طالبانو ته د ورور خطاب ورکول نه پرېږدي ته په ځواب کې یې وویل، چې هغوی یې ورور وواژه، استاد رباني یې وواژه نور ډېرې وژنې یې وکړې خو په بلخ کې د څه نا څه ۱۵۰ افغان سربازانو په وژنه زښته دړدېدلی دی.

​کرزي وویل، دا ټول تنکي ځوانان ول، دوی وايي د هغوی کونډې پاتې شولې، زه وایم چې نجونې پاتې شولې. دا حالت باید نور تم شي. او د طالبانو په باب یې وویل دی نور هغوی وروڼه نه بلکې وطنداران بولي.

د سیاف وینا

جهادي څهرې عبدالرب رسول سیاف هم په خپله وینا کې د ګلبدین حکمتیار هرکلی وکړ او هغه یې د جهادي سنګر خپل پخوانی ملګری وباله.

عبدالرب رسول سیاف
عبدالرب رسول سیاف

نوموړي وویل په خپله وینا کې پر افغان ملي پیوستون ټینګار وکړ او ویې ویل خدای یې مه کړه که افغانستان ټوټې ټوټې شو نو هر ټوټه به یې جلا جلا په مرییتوب او غلامۍ کې ژوند تېروي.

د عبدالله عبدالله وینا

اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله وینا کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته په هرکلي کې وویل، له ده سره یې په وروستي ځل په تاجکستان کې لیدلي ول او خوښ دی چې نن یې بیا له خپلې هغې مخکیني انرژۍ سره ویني.

اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله
اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله

هغه وویل د افغانستان ګډ حکومت به په ګډه چلوي او هڅه به کوي چې افغان ولس به نه مایوسه وي. نوموړي د خپلې وینا په پای کې وویل د اوس لپاره به طالبان د ګلبدین حکمتیار وروڼه وبولي.

XS
SM
MD
LG