نن (چارشنبه) سهارد افغانستان په پلازمېنه کابل کې ځانمرګي برید ګڼو ته کسانو ته مرګ - ژوبله واړول. په دغه هېواد کې د ناټو ځواکونو یوه ویاند په خيله خپره کړې بیانیه کې ویلي چې په برید کې د دوی درې سرتېري ژوبل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دا موټر بم ځانمرګی بريد و چې په کابل کې د امريکا سفارت او د افغانستان سترې محکمې ته نږدې د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې وشو.
د دې وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل چې د بريد هدف د بهرنیو ځواکونو کاروان و چې له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو.
د دانش په وينا، په چاودنه کې د بهرنیو ځواکونو او ولسي وګړیو ګاډو ته هم زيان اوښتی دی.
د اسامي دولت وسله والې ډلې (داعش) د برید مسولیت منلی دی.